د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین د روسیې پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښې ته بندیان لېږي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د اوکراین حکومت د لومړي ځل لپاره د روسیې د پوځ پر وړاندې په جګړه کې د ځواکونو د کمښت د حل په موخه د بندیانو د استولو طرحه ترلاس لاندې نیولې ده.

ددغه طرحې له مخې چې تېره میاشت د اوکراین د پارلمان له خوا تصویب شوه، بندیان به له مرکو، طبي معایناتو او د جرمي سوابقو له ارزونې وروسته د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې د جګړې په بدل کې بخښل کېږي.

د اوکراین د عدلیې وزارت مرستیالې اولینا ویسوټسکا اسوشیټیډ پرس خبري اژانس ته وویل چې ددغه طرحې په چوکاټ کې تر اوسه له ۳۰۰۰ څخه زیات بندیان خوشې شوي او د پوځ په لیکو کې ګمارل شوي دي.

خو ددې سره سره، ټول بندیان د اوکراین د پوځ په لیکو کې د ګمارلو په شرايطو برابر نه دي، ځکه ځینې یې په جدي جرمونو لکه قتل او جنسي تیريو تورن دي او همدې امله له دې طرحې څخه مستثنا دي. همداراز، په دې پروګرام کې داوطلب بندیانو د بند موده باید د هغوی د بند د اصلي بند مودې یعني له دریو کلونو څخه زیاته نه وي.

د اوکراین د عدلیې وزارت مرستیالې ووی،ل چې دا پروګرام داوطلبانه دی او نږدې ۲۷زره بندیان ورته په شرایطو برابر دي.

دې پروګرام ته په شرایطو وړ بندیان باید یو رسمي تړون لاسلیک کړي، که څه هم معلومه نه ده چې دوی به څومره وخت د پوځ په لیکو کې خدمت وکړي. د دغه طرحې له مخې، هغه کسان چې د قرارداد د ټاکلې نیټې له پای ته رسیدو مخکې له پوځي لیکو څخه وځي، د پخوانۍ بند د مودې سربیره به له پنځو څخه تر لسو کلونو په بند محکوم شي.

یو ۲۷ کلن اوکرایني زنداني، ارنسټ وولو، چې د غلا په تور په دوه کاله بند محکوم شوی و، په خپله خوښه دغه پروګرام ته حاضر شوی دی. هغه وویل: "دا سمه نه دده چې دلته پاتې شئ او هیڅ کار ترسره نه کړئ. فکر کوم چې جګړې ته تلل د زندان څخه سخت دي، خو زه غواړم چې د اوکراین لپاره یو څه وکړم."

هغه بندیان چې په دې پروګرام کې شاملیږي، لومړني پوځي زده کړې ترلاسه او د بیلابیلو وسلو کارول زده کوي. د اوکراین پوځي قوماندانان دغه اقدام د لا زیاتو سرتیرو د راجلبولو لپاره وروستۍ هیله بولي.

که څه هم اوکراین تر اوسه له روسیې سره په جګړه کې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان کړې، خو د اوکراین پوځي قوماندانانو په ښکاره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جنګي ځواکونو د کمښت پخلی کړی دی.

په اوکراین کې د څه دپاسه دوه کلنې جګړې په ترڅ کې روسیې هم د واګنر د اجیرو جنګیالیو په چوکات کې، بندیان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جګړې لپاره استولي دي، خو د اوکراین حکومت د روسیې په پرتله، دغه بندیان د اجیر جنګیالیو په توګه نه، بلکې دوی یې د اوکراین د ځواکونو په تشکیل کې ګمارلي دي.

د اوکراین د حکومت د رسمي شمېرو له مخې د دغه هېواد په زندانونو کې څه باندې ۴۲ زره کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG