د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا په ایراني او د روسیې په ملاتړو شرکتونو بندیزونه ولګول


بریتانیا د اوکراین په جګړې کې روسیې ته د وسلو او نورو جنګي موادو د برابرولو له کبله د بې پیلوټه الوتکو د تولید په یو ایراني شرکت او ځینو نورو بهرنیو شرکتونو باندې بندیز ولګوه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې د ایران په هغو حقیقي او حقوقي اشخاصو، چې د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې دخیل وو، بندیز لګول شوی دی.

د بندیزونو په تازه لست کې د ایران "پراور پارس" په نوم شرکت او اووه مدیران يې، چې د فبرورۍ په میاشت کې امریکا هم پرې بندیزونه لګولي وو، او همدغه راز د "یونیون" او "ازو انترنشنل" په نومونو شرکتونه شامل دي. دا شرکتونه بریښنايي وسایل تولیدوي.

برتیانیا، امریکا او اروپايی ټولنې په اوکراین باندې د یرغل له کبله په مسکو باندې بندیزونه لګولي دي. روسیه دا جګړه ځانګړي عملیات بولي.

د بریتانیا حکومت په همدې لړ کې په ایران، ترکیې، بلاروس، سلواکیا، سویس او متحدو عربو اماراتو کې په ځينو افرادو او شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي دا بندیزونه «تاریخي» وبلل او ویې ویل چې د روسیې د وسلو ذخېرې به کمزورې کړي.

د دغو بندیزونو په اساس، بریتانوي ادارې نشي کولای له دغو شرکتونو او افرادو سره معامله وکړي او همدغه راز په بریتانیا کې د دغو شرکتونو او افرادو زېرمې ګنګل کېږي. د بریتانیا حکومت په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې تر دې دمه په شاوخوا ۱۶۰۰ سازمانونه او افرادو باندې بندیزونه لګولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG