د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هرمز تنګي کې د کښتیو خوندیتوب لپاره جنګي جیټ الوتکې استوي


د متحده ایالاتو دفاع وزارت د خلیج سیمې ته اف -۱۶ جنګي جیټ الوتکې استوي چې د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې ایران پرېنږدي د نورو هیوادونو کښتۍ ونیسي.

د پنټګان یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته وویل چې متحده ایالات په ټول منځني ختیځ کې د ایران، روسیې او سوریې د ملګرتیا د ډیریدو په هکله اندیښنه لري.

تر دې وړاندې متحده ایالاتو په سیمه کې د A-۱۰ په نامه برید کوونکي الوتکې درلودې چې څه باندې یوه اوونۍ کیږي هلته یې ګزمې پیل کړي خو دې چارواکي وویل چې ټاکل شوې په همدې اوونۍ کې د اف-۱۶ جنګي جیټ الوتکې هم واستوي چې د کښتیو خوندیتوب چارې لا قوي شي.

متحده ایالاتو د هرمز په ستراتیژیک تنګي کې د امنیتي تدابیرو ډیروالي پریکړه وروسته تر هغه وکړه چې ایران تیره اوونۍ د دوه کښتیو د نیولو کوښښ وکړ چې تیل پکې بار و او ان په یوې یې ډزې هم وکړلې.

د پنټګان دې چارواکي په سیمه کې د نظامي عملیاتو په هکله نور جزیات ورنکړل خو دومره یې وویل چې دا جنګي جیټ الوتکې به له یوې خوا کښتیو ته چې د هرمز د تنګي څخه تیریږي، د هوا له لارې د امنیت ډاډ ورکړي او بله دا چې په سیمه کې به نظامي حضور هم ډیر شي چې هدف یې د ایراني ځواکونو لخوا د کښتیو د نیولو مخنیوی دی.

د امریکا بحري ځواکونه وایي د تیرې اوونۍ په پیښې کې د ایران د بحري ځواکونو کښتۍ وروسته تر هغه په شا تګ وکړ چې د متحده ایالاتو یوه کښتۍ چې په توغندیو سمباله ده او د نورو کښتیو د ویجاړولو توان لري، سیمې ته ورسیده.

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ له ۲۰۱۸ کال نه راپدې خوا هغه وخت پیل شو چې د امریکا ولسمشر د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ اتومي معامله ونه منله او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.

ایراني پوځیانو د اپرېل په میاشت کې وویل چې که په خلیج کې یې امنیت وګواښل شي دوي به د امریکا جنګي کښتۍ له منځه یوسي.

همدارنګه، ایراني چارواکو تل ګواښ کړی چې که د تیلو د انتقالېدو مخه یې ونیول شي او یا یې پر "اتومي مرکزونو" برید وشي نو دوي به د هرمز تنګی وتړي.

په وروستیو کلونو کې کله ناکله په خلیج کې د ایراني او امریکايي پوځیانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې دي. امریکايي چارواکو ویلي چې د هرمز تنګي تړل له "سرې کرښې" تېرېدل دي او امریکا به یې د خلاصولو لپاره لاس په کار شي.

د امریکا متحده ایالاتو څه موده وړاندې ویلي چې د خلیج په اوبو کې د ایراني کښتیو له ځورونکي چلند وروسته یې پریکړه کړې چې سیمې ته نور ځواکونه ولیږي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، "د دفاع وزارت به په خلیج کې زموږ د دفاعي حالت د پیاوړي کولو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي". هغه زیاته کړه چې "د ځواکونو ددغه پیاوړي کولو په اړه به په راتلونکو ورځو کې جزییات ورکړل شي."

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ چې په بحرین کې میشته ده، په یو بیان کې وویل چې دوی د "سیمه ایزو متحدینو او شریکانو سره کار کوي ترڅو د هغو کښتیو او الوتکو حرکت زیات کړي" چې په خلیج کې د هرمز په تنګي کې ګزمې کوي.

XS
SM
MD
LG