د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې او بریتانیا د ایران پر سپاه پاسداران نور بندیزونه ولګول 


د سپاه پاسداران نښان
د سپاه پاسداران نښان

اروپايي ټولنې او بریتانیا نن د اپریل ۲۴ (غوایي ۴) د محدودیتونو او بشري حقونو څخه د سرغړونو په دلیل د ایران پر سپاه پاسداران نور بندیزونه هم ولګول.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي د ایران د سپاه پاسداران اړوند څلورو کسانو او یوې ادارې باندې د سفر بندیز او هغوی د شتمنیو کنګل کول اعلان کړل.

بروکسل ویلي، د یو سخت دریځه قانون جوړونکي، د پاسداران د یو سیمه ییز قوماندان او د دې ځواکونو د پانګونې د څانګې د چارواکو په ګډون یې اته کسان د خپلو بندیزونو په لست کې شامل کړي دي. د ایران "ارین ټیل" ټلیفوني خدماتو شرکت هم د بندیزونو په دغه لست کې شامل کړای شوی دی. دغه شرکت پدې تورن دی چې د مظاهره چیانو په تعقیبولو کې یې د ایراني مقاماتو سره مرسته کړې.

کلیورلي وویل، دغه بندیزونه د اروپايي ټولنې او متحده ایالاتو سره په همغږۍ لګول شوي دي. امریکا هم په دې وروستیو کې پر ایران د بندیزونو لړۍ پراخه کړې ده.

د بریتانیې حکومت د پارلمان د غړو تر سخت فشار لاندې و چې پر سپاه پاسداران بندیزونه زیات کړي او د یو تروریستي سازمان په توګه پرې بندیزونه ولګوي.

د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې په بریتانیا کې د څه باندې ۷۰ ایراني مقاماتو او ددې هیواد پوړې مربوطو موسسو شتمنۍ کنګل شوې او پر هغوی د سفر بندیزونه لګول شوي دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې نوي بندیزونه پداسې حال کې ولګول شول چې د ایران د سپاه پاسداران د څلورو قوماندانانو تر قوماندې لاندې پر بې وسلې مظاهره کوونکو ډزې وشوې چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون یو شمیر کسان ووژل شول.

دغه وزارت زیاته کړه چې د سپاه پاسداران غړو په خپلسر اعتراض کوونکي نیولي او شکنجه کړي دي.

اروپايي ټولنې پر څه باندې ۱۵۰ ایراني اشخاصو، شرکتونو او دفترونو بندیزونه لګولي دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر همداشان ویلي چې د ایران رژیم د دغه هیواد د خلکو د ظالمانه ځپلو او په ټوله نړۍ کې د وینو د تویدنې مسئول دی او په همدې وجه "مونږ د مهسا امیني د مړینې راپدیخوا د ایران پر رژیم څه دپاسه ۳۰۰ پړاوه بندیزونه لګولي دي."

۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مېرمن مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه د ایران د ګشت ارشاد پولیسو په توقیف کې مړه شوه چې د حجاب په تور نیول شوې وه.

د پخوانیو بندیزونو په ځواب کې ایران هم پر بریتانیا او اروپايي ټولنې بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG