د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د ایران حکومت په ۱۳ افرادو او بنسټونو بندیزونه ولګول


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر

د بریتانیا حکومت د پنجشنبې په ورځ جولاۍ شپږمه (سرطان۱۵) د ایرانیانو د بشري حقونو د نقض کولو له کبله د ایران په حکومت پورې په اړوندو ۱۳ افرادو او بنسټونو باندې نوي بندیزونه ولګول.

په دې کې د دغو کسانو په سفرونو بندیز، د شتمنیو ګنګل کول او له دوی سره په سوداګرۍ کولو ممانعت شامل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي د ایران حکومت له لوري د مظاهره چیانو ځپلو، په اوکراین او منځني ختیځ کې په «وینې تویدو» کې د ایران د رژیم د لاس لرلو او د بریتانیا په خاوره کې د خلکو تښتولو ته په اشارې وویل چې «نن بریتانیا، رژیم ته ښکاره پیغام ورکړ، موږ دا بد چلند نه زغمو او له تاسو سره به حساب او کتاب وکړو».

نوموړي وویل چې دا بندیزونه مرسته کوي هغه خلک چې بریتانویانو ته د زیان رسولو په لټه کې دي، هېڅ پټنځای ونلري.

په بندیزونو کې شامل خلک

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې د ځینو بنسټونو د نومونو ترڅنګ د ایران د یو شمېر زندان ساتونکو نومونه هم شته.

د ایران د کردستان د عمومي زندان د مشر مراد فتحي، د سیستان او بلوچستان ولایت د عمومي زندانونو د مشر محمد حسین خسروي، د سنندج د مرکزي زندان د مشر حیدر پسندیده، د زاهدان د زندان د مشر مرتضی پیري او د قرچک د ښځو د زندان د مشر صغری خدادادي طاقانکي نومونه د نویو بندیزونو په لست کې شامل دي.

په دغه لست کې د ایران د عالي انقلابي فرهنګي شورا، د مجازي فضا عالي شورا، د سپاه پاسداران د سایبري دفاع قومنداني، د تنظیم شویو سازمانونو د ارزونې مرکز او د راوین اکاډمي هم شامل دي.

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مرګ وروسته ایران یو شمېر مظاهره چیان او اعتراض کوونکي وځپل، چې متحدو ایالتونو، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو یې له کبله په ایران باندې یو لړ بندیزونه لګولي.

په همدې حال کې بریتانیا دا غوښتنه رد کړې ده چې د ایران سپاه پاسداران دې د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل شي.

د ګارډین ورځپاڼه وايي چې بریتانیا هوډ لري په ایران باندې بندیزونه زیات کړي چې د سپاه پاسداران اړوند شرکتونه او افراد به په دغه لست کې شامل وي.

جیمز کلورلي د بریتانیا پارلمان ته وویل چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د ایران حکومت په بریتانیا کې هم له خلکو سره په بیساري ډول بد چلند کړی چې غږ یې غلی کړي. هغه وویل د بندیزونو لوی هدف دا دی چې د ایران د دغو چلند په ضد اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG