د امریکا متحدو ایالتونو او ایران موافقه کړې چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه به د غیر مستقیمو خبرو دویم پړاو هم پیلوي.
امریکايي چارواکي وايي دا غیر مستقیمې خبرې به په همدې اونۍ کې د اتریش په مرکز ویانا کې کیږي.
د خبرو هدف دا دی چې امریکا او ایران د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته بېرته وروګرځي او ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شي.
د اروپايي ټولنې د منځګړو په مرسته د امریکا-ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو لومړی پړاو تېره ورځ تمام شو. د اروپایي ټولنې منځګړو به د دواړو خواو پیغامونه یو بل ته لېږدول.
بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین اوروسیې له ایران سره د تېرې سه شنبې په ورځ د ۲۰۱۵د اتومي تړون په اړه خبرې پیل کړې. د نړۍ د دغو زبر ځواک هېوادونو او ایران ترمنځ خبرې د امریکا-ایران له خبرو جلا دې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته وویل د غیر مستقیمو خبرو لومړی پړاو رغوونکی، رسمي او با نتیجه و.
خو وايي چې د اروپايي ټولنې منځګړي د دواړو خواو ترمنځ د خبرو په انتقال را انتقال کې ستړي او په زحمت شول.
دغه چارواکي وویل « موږ د هغوو اساساتو په اړه چې د امریکا له لوري د هر ډول بندیز د لېرې کولو لارښوونه کوي، نظرونه تبادله کړل. امریکا د لېرې کېدونکو بندیزونه لست ونه سپاره او ایران د هغو اتومي اقدماتو لست چې غواړي د سرغړونو د ختمولو او لېرې کولو لپاره یې وکړي، وړاندې نکړ.»
خو نوموړي وویل چې امریکا د هغو ټولو بندیزونو چې د ۲۰۱۵ د موافقې او له دغې موافقې څخه ایران ته د ګټې رسولو خلاف دي، لېرې کولو ته چمتو ده. هغه وویل اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایران هم بالمثل عمل ته چمتو دی که نه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي چې په دغو خبرو کې د ایران د پلاوي مشري کوي د ایران دولتي تلویزون «پریس» ته ویلي دي چې ایران به له هغه وروسته په بشپړ ډول دغه تړون ته ور وګرځي چې له تړون څخه د امریکا له وتلو وروسته په ایران لګول شوي، له سره لګول شوي او نوي بندیزونه، لېرې شي.
خو امریکايي چارواکي دا غوښتنه رد کړه او وویل چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت له لوري ځینې لګول شوي بندیزونه په ځای دي.
د ایران، امریکا او نړۍ د پنځو زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کې تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې ایران خپل اتومي پروګرام دروي او په بدل کې به یې پر ایران لګول شوي بندیزونه لېرې کیږي.
د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه ووت او ویې ویل چې په تړون کې خلاوې شته او ایران ته یې ګټه ډېره رسي. ایران یې هم په بدل کې په تړون کې د شویو ژمنو بر خلاف خپل اټومي فعالیتونه ډیر کړل.