د لاس رسي وړ اتصالات

نظر پوښتنې ښيي چې د بریتانیا د کارګر ګوند په ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلې


د بریتانیا د پارلماني ټاکنو رسمی نتایج د جمعې په ورځ اعلانېږي.
د بریتانیا د پارلماني ټاکنو رسمی نتایج د جمعې په ورځ اعلانېږي.

په بریتانیا کې د پنجشنبې د ورځې جولاۍ پنځمه (چنګاښ۱۵) د پارلماني ټاکنو د رایو د نتایجو په اړه نظر پوښتنې ښکاره کوي چې د کارګر ګوند په لویه کچه ټاکنې ګټلې او کایر ستارمر به د بریتاینا راتلونکی صدراعظم وي.

داسې ښکاري چې د بریتانیا د برحاله صدراعظم رېشي سوناک محاظه کار ګوند لویه تاریخي ماتې تجربه کوي.

نظر پوښتنې ښيي چې د کارګر ګوند د پارلمان د ۶۵۰ څوکیو څخه ۴۱۰ ګټلې او په پارلمان کې به اکثریت وي. په دې سره به په بریتانیا کې د محافظه کاره ګوند ۱۴ کلنه واکمني ختمه شي.

د نظر پوښتنو په اساس، د رېشي سوناک ګوند یوازې ۱۳۱ څوکۍ ګټلې دي، دوی د پارلمان تر ړنګېدو مخکې ۳۶۴ څوکۍ لرلې. دا د دغه ګوند په تاریخ کې د دوی لپاره تر ټولو بد انتخاباتي فعالیت بلل کېږي.

په بریتانیا کې له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا پنځه ځلې صدراعظمان بدل رابدل شول، راپورونه وايي چې رایه ورکوونکو د همدغه سیاسي بې ثباتۍ او د ژوند د ورځنیو چارو د لوړو لګښتونو له کبله محافظه کاره ګوند ته ډېرې رایې نه دي ‌ورکړي.

د کارګر ګوند د کمپاین د چارو د تنظیم مشر پټ مک فادن په یوې اعلامیې کې ویلي‌: «د بریتانیا اینده په دغو ټاکنو کې په رایو پورې تړلې وه. او که موږ نن شپه بریالي شو، کارګر به سمدستي کار پيل کړي او اول اقدام به یې د بدلون لپاره وي.» د دغه ګوند انتخاباتي شعار هم «بدلون» و.

د نظر پوښتنو په اساس، د بریتانیا لیبرال دموکرات ګوند ۶۱ څوکۍ ګټلې دي چې د څوکیو د شمېر له پلوه به په پارلمان کې درېیم لوی ګوند وي.

همدغه راز د ښي اړخه پاپولیست اصلاح غوښتونکو ګوند ۱۳ څوګۍ ګټلې، د دغه ګوند مشر نایجل فاراژ له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د اېستلو لپاره کمپاین کړی و.

په ټاکنو کې یوازې محاظه کاره ګوند څوکۍ نه دي بایللې، د نظر پوښتنو په اساس د سکاتلنډ خپلواکۍ غوښتونکي ملي ګوند هم ۱۰ څوکۍ ګټلې دي. دا له ۲۰۱۰ کال راپدیخوا د دغه ګوند تر ټولو کمې څوکۍ دي چې په ټاکنو کې یې ګټي.

په بریتانیا کې د رایو اچوونې مرکزونه په ځایي وخت د پنجشنبې په سهار پرانیستل شول او د شپې په لسو بجو بند شول. ټاکل شوې چې رسمي شمېر د بریتانیا په وخت د جمعې په سهار اعلان شي.

څه موده مخکې د بریتانیا پارلمان تر ټاکنو مخکې ړنګ شو. د بریتانیا صدراعظم رېشي سوناک د پارلماني انتخاباتو نېټه د جولاۍ څلورمه وټاکله، په داسې حال کې چې تمه کېدله ټاکنې به د کال په پای کې وشي. ناظران په دې باور دي چې هغه دا کار د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره کړی و.

وړاندې هم اټکلونه کېدل چې د کارګر کوند به ۱۴ کاله وروسته بیا واک ترلاسه کړي. د ړنګ شوي پارلمان ۱۲۹ غړو ویلي وو چې بیا ځانونه نه کاندیدوي، په دوی کې یې ۷۷ د محافظه کاره ګوند استازي وو.

د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز له خبري اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG