د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپایي ټولنې نه د بریتانیا وتل درې میاشتې وځنډیدل


اروپایي ټولنې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ٢٨ موافقه وکړه چې ددې اتحادیې نه د بریتانیا د وتلو چارې د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ د میاشتې تر ٣١ پورې وځنډوي.

ټاکل شوی وه چې بریتانیا د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ٣١ په رسمي توگه د اروپایي ټولنې نه ووځي.

د اروپایي شورا رئیس دونالد تسک، په بروکسل کې د دیپلوماتانو سره له لنډې کتنې وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل چې د اروپایي ټولنې ٢٧ غړو د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ تر ٣١ پورې ددې اتحادیې نه د وتلو لپاره د بریتانیا وړاندیز منلی دی.

د اسوشیتد پرس اژانس د اروپایي اتحادیې د دوو دیپلوماتانو له خولې رپوټ ورکړی دي چې په دغې مودې کې به ددې اتحادیې نه د بریتانیا د وتلو په اړه بحث نه کیږي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي، خو د هغه قانون له مخې چې د بریتانیا پارلمان تصویب کړی ښاغلی جانسن باید ددغه ځنډ په اړه د بریتانیا د موافقې په هکله خبر ورکړي.

خو ښاغلي جانسن دمخه تر دې ویلي وو که د اروپایي اتحادیې نه د بریتانیا وتل د ٢٠١٩ کال د اکتوبر له ٣١ نه شاته ولویږي مرګ ورته بهتره ده.

بوریس جانسن د روان کال په اوړي کې له واکمن کیدو راهیسې ویلي وو چې که موافقه وشي او که نه، بریتانیا به د ٢٠١٩ کال د اکتوبر په ٣١ ددې اتحادیې نه ووځي.

دا پداسې حال کې دي چې د بریتانیا د پارلمان استازي د دوشنبې په ورځ د مخکې له وخته انتخاباتو په اړه رایه اچونې ته تیاری نیسي.

ښاغلي جانسن ویلي دي چې مخکې له وخته انتخابات دې د ډسمبر په ٢١ وشي، خو داسې نه ښکاري چې دغه طرحه به د برینانیا د پارلمان له دریو څخه دوه برخو ملاتړ ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG