د لاس رسي وړ اتصالات

تریسا می ایتلافي حکومت جوړوي


تریسا می د جمعې په ورځ د ملکې الیزابت نه د حکومت د جوړولو سند ترلاسه کړ
تریسا می د جمعې په ورځ د ملکې الیزابت نه د حکومت د جوړولو سند ترلاسه کړ

د بریتانیا په پارلماني انتخاباتو کې واکمن محافظه کار گوند ونشو کړای چې بشپړه اکثریت وگټي، خو تریسا می به بیا هم صدراعظمه شي.

د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتو د پایلو په معلومیدو سره د برتانیا محافظه کار گوند ونشو کړای چې د رایو مطلوب اکثریت ترلاسه کړي، خو په پارلمان کې د اکثریت په گټلو او د شمالي ایرلند د یو گوند سره په ایتلاف یو ځل بیا تریسا می د هغه هیواد صدراعظمه شي.

د جمعې د ورځې په ماسپښین د انتخاباتو د پایلو له اعلان وروسته د محافظه کار گوند مشرې تریسا می د برتانیا د ملکې سره وکتل او د حکومت د جوړولو د اجازې د ترلاسه کولو وروسته یې وویل چې خپل حکومت به جوړ کړي.

د بریتانیا په پارلماني انتخاباتو کې هر هغه گوند چې وکړای شي د ٦٥٠ مجموعي څوکیو څخه ۳۲۶ څوکۍ وگټي کولای شي چې حکومت جوړ کړي. د میرمن می گوند یواځې وکړای شول چې ٣١٨ څوکۍ ترلاسه کړي. د برتانیا د کارگر گوند بیا وکړای شول چې یواځې ٢٥٨ څوکۍ وگټي.

د آغلې می محافظه کاره گوند د لازم نصاب د ترلاسه کولو په مقصد د شمالي ایرلند د دموکراتیک کارگري اتحاد سره ایتلاف وکړ او ټاکل شوې چې نوی حکومت جوړ کړي. د شمالي ایرلند دغه گوند په انتخاباتو کې ١٠ څوکۍ گټلي چې په دې توگه محافظه کاره گوند ته ددې موقع ورکوي چې د ٣٢٦ څوکیو نصاب ترلاسه او حکومت جوړ کړي.

آغلې می د جمعې په ورځ د صدراعظمۍ ماڼۍ مخ ته خبریالانو ته وویل چې "تازه د ملکې سره له کتنې راستنه شوې یم او په دې حساسه وخت کې غواړم هیواد ته داسې حکومت جوړ کړم چې بریتانیا مطمینه کړي او د برگزیت په مذاکراتو کې زمونږ هیواد له اروپایي اتحادیې وباسي".

د بریتانیا د پنجشنبې د ورځې له وخت دمخه پارلماني انتخابات د تریسا می په غوښتنه ترسره شول چې غوښتل یې ددې هیواد په اوسني حساس وخت کې چې له اروپایي اتحادیې نه وځي، یو قوي حکومت جوړ کړي، خو داسې ښکاري چې آغلې می په عملي توگه دغه هدف ته ونه رسیده.

XS
SM
MD
LG