د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانوي پولیس پر اسرائیل د جنګي جرمونو د تورونو پلټنه کوي


اسرائیلي ځواکونه د غزې په مرکزي برخه کې له حماس سره په جګړه بوخت دي.
اسرائیلي ځواکونه د غزې په مرکزي برخه کې له حماس سره په جګړه بوخت دي.

د بریتانیا پولیسو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل چې متخصص افسران یې د فلسطینيانو په ملاتړ د فعالینو د یوې ډلې له شکایت وروسته، د حماس سره د اسرائیل په جګړه کې د ممکنه جنګي جرمونو په اړه د تحقیقاتو په پیلولو غور کوي.

د لندن د ښار پولیسو وویل چې د تروریزم سره د مبارزې د قوماندانۍ په چوکاټ کې د دوی د جنګي جرمونو کوچنۍ ډله به د رسمي تحقیقاتو د پیلولو د اړتیا په اړه پرېکړه وکړي.

د پولیسو دغې ادارې تائید کړه چې د تیرې جمعې په ورځ "د اسرائیل او حماس د روانې جګړې پورې اړوند تورونو په اړه" یې شکایت ترلاسه کړی دی.

د پولیسو یو ویاند وویل: "په ترلاسه شوي شکایت کې موجود معلومات د متخصصو افسرانو لخوا تحلیل او تجزیه کیږي او له مخې به یې د ورپسې اقدام او رسمي تحقیقاتو د پیلولو د اړتیا په اړه پرېکړه کیږي."

ویاند زیاته کړه: "تراوسه د دې مسلې او یا ددغه بحران سره د تړلو نورو موضوعاتو په اړه په بریتانیا کې تحقیقات نه دي ترسره شوي."

د پولیسو د تروریزم سره د مبارزې قوماندې د برخې مشر ډومینیک مرفي ټینګار وکړ چې ځواک به یې په دغو تحقیقاتو کې "هغو لارښوونو ته دقیقه پاملرنه وکړي چې دوی یې د ټولو راجع شویو جنګي جرمونو د شکایتونو په ارزولو کې کاروي."

په بریتانیا کې "د فلسطینانو لپاره د عدالت نړیوال مرکز" ویلي چې له پولیسو سره یې د "جنګي جرمونو شکایت" ثبت کړی دی.

د وکیلانو، علمي شخصیتونو، او سیاستوالو جوړ دغه خپلواک مرکز وویل چې پلټونکو یې پولیسو ته په ۷۰ مخونو کې داسې "شواهد" او اسناد سپارلي چې په وروستیو میاشتو کې د اسرائیل له خوا د یو لړ شکمنو جرمونو تفصیل وړاندې کوي.

ددې مرکز رئیس طیب علي وویل چې په اسنادو کې پر ملکیتونو، څلیو، روغتونونو بریدونه او د لمړنۍ اړتیا بشري مرستو مخنیوی کول شامل دي چې "په قصدي توګه انسانانو ته یې خطر ایجاد کړی او له سخت کړاو سره مخامخ کړي دي."

دوسیه په اسرائیل دا تور هم لګوي چې "په قصدي ډول د ملکي خلکو له لوږې څخه د جګړې د یو میتود په توګه کار اخلي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د اړینو توکو څخه یې محروموي."

دا په دې کې "لوړ پوړې اسرائیلي چارواکي او نظامي پرسونل" او همدارنګه "نهه بریتانوي اتباع" لتاړ ګڼل شوي چې د اسرائیل په اردو کې خدمت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیواله محکمه هم له حماس سره د اسرائیل په جګړه کې د ممکنه جنګي جنایتونو په اړه جلا پلټنې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG