د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د لویدیځو متحدینو او روسیې ترمنځ د انډول ساتلو هڅه کوي - شنونکي


د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان

د سیاسي چارو شنونکي وايي، په ترکیې کې د ټاکنو له ګټلو وروسته ددغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او لویدیځو متحدینو سره د خپلو اړیکو د توازن د ساتلو له ننګونې سره مخامخ دی او په شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) کې د سویډن د غړیتوب مسئله دغه تړون ته د انقرې د وفادارۍ یوه مهمه ازموینه ده.

اردوغان د مۍ ۲۸ په بیاځلي ټاکنو کې له بري وروسته د درېیم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، د چارو شنونکي اټکل کوي چې دا مهال د اردوغان د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب به دا وي چې د ناټو غړی هېواد ترکیه د یویشتمې پیړۍ په پیاوړي ځواک بدله کړي.

په واشنګټن کې د بروکنګز څېړنیز بنسټ څېړونکې اصلي ایډنټسباس وايي نړۍ به د ترکیې د ستراتیژیکې ځان بسیایني دوام وګوري. هغه زیاتوي: "ولسمشر اردوغان ترکیې ته د یو مخ پر ودې قدرت په سترګه ګوري. دا د هغه د ټاکنیزو مبارزو اساس و. هغه وايي، ۲۱مه پېړۍ به د ترکیې پېړۍ وي او ترکیه د اتلانتیک ټولنې وفادار غړی نه دی."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، چې د اردوغان د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، له ترکیې څخه وغوښتل چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته غاړه کښیږدي. اټکل کیږي چې په تړون کې د سویډن د غړیتوب مسئله به د ناټو د راتلونکې میاشتې د سرمشریزې عمده موضوع وي.

سټولټنبرګ وايي، ستاکهولم د انقرې د هغو تروریستي ډلو د ځپلو لپاره اقدامات کړي دي چې د ترکیې حکومت یې په نښه کړی. هغه زیاتوي: "د ترهګرۍ نوی مهم قانون یو څو ورځې مخکې نافذ شو، نو سویډن خپل مکلفیتونه پوره کړي دي."

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب سره انقرې په داسې حال کې مخالفت ښودلی چې اردوغان ژمنه کړې چې له مسکو سره به اړیکې ژورې کړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لومړيو کسانو څخه وو چې اردوغان ته یې په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله.

د بهرنۍ پالیسۍ د مرکز څېړونکی حسین باګسي د ترکیې او روسیې د اړیکو په اړه وايي: "دوی ښه ملګري دي، دا ریښتیا ده او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ترکیې او روسیې اړیکې نورې هم ښې شي. زه وایم چې پوتین یقیناً ډیر خوښ دی چې خپل یو ملګری د پنځو نورو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه ویني."

پوتین د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د اردوغان سره د پام وړ مالي ملاتړ وکړ او د ترکیې د کړکېچن اقتصاد د ملاتړ لپاره یې د میلیاردونو ډالرو د انرژۍ تادیات وځنډول.

کارپوهان په دې نظر دي چې اردوغان په عینی حال کې ښايي د واشنګټن سره د دپلوماتیکو اړیکو د پیاوړي کولو په لټه کې وي.

د پوهنتون استاد سیرات ګوینچ وايي: " اردوغان او د هغه ملګري شاید په واشنګټن ډي سي کې د اردوغان د ښه هرکلي پراساس د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو هڅه وکړي، شاید یو رسمي سفر وي، دا هغه څه دي چې دوی یې تمه لري."

کارپوهان وايي د متحده ایالاتو او ترکیې د اړیکو بیا رغونه پدې پورې اړه ولري چې انقره د ناټو د پراختیا او په روسیه باندې د بندیزونو د لګولو اقداماتو ته څه ډول غبرګون ښيي. ترکیه په روسیې د بندیزونو لګولو مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG