د لاس رسي وړ اتصالات

د افراطیت پر ضد د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماو گډ دریځ


په اندونیزیا کې د جمعې د ور ځې د دریو هیوادونو د دیني عالمانو غونډه د اندونیزیا د جمهور رئیس په وینا پرانیستل شوه
په اندونیزیا کې د جمعې د ور ځې د دریو هیوادونو د دیني عالمانو غونډه د اندونیزیا د جمهور رئیس په وینا پرانیستل شوه

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا چارواکي وايي، چې نن د جمعې په ورځ ( غوايي ۲۱ مه) د اندونیزیا د بوګور ښار کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو غونډه د یو دولس مادیز پریکړه لیک په صادریدو پای ته ورسیدله.

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا غړي او ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي، د غونډې د پای ته رسیدلو لږ وروسته امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د غونډې برخه وال د افراطیت پر وړاندې یو دریځ درلود.

ښاغلي حلیمي وویل " یو دا چې افراطیت، تشدد و او یا هم تروریزم د هیڅ دین، هیڅ هیواد او هیچا تابع نه دی او د دریو هیوادونو عالماوو په دې فیصله وکړه، چې د دې په مقابل کې به دوی یو موقف نیسي او هیڅ ډول افراطیت ته به په منطقه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي".

دا غونډه د اندونیزیا د جمهور رئیس جوکو ویدودو په وینا پرانیستل شوه او د دغه هیواد د جمهور رئیس د مرستیال پر وینا پای ته ورسیدله.

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا ویاند وویل، چې ددې غونډې برخه والو په یوه خوله وسله والو طالبانو ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې له وړاندیز کلک ملاتړ وکړ.

ښاغلی حلیمي وایي، د دې غونډې بله مهمه مسله چې درې لوري پرې موافقې ته رسیدلي په سیمه کې د افراطي افکار پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګډو هڅو د تنظیم په خاطر د یو میکانیزم رامنځ ته کول دي.

مولوي محمد قاسم حلیمي، وویل د دغو غونډو په دوام هم فیصله وشوه او په پام کې ده، چې د دغو دریو هیوادونو د دیني عالمانو بله غونډه به یا په افغانستان او یا هم په پاکستان کې جوړه شي.

خو هغه وویل، د بلې غونډې د جوړیدو لپاره نیټه لا نه ده ټاکل شوې.

مولوي محمد قاسم حلیمي وویل، د اندونیزیا دیني عالمان د بلې غونډې د جوړیدو لپاره کار کوي.

هغه په دې غونډه کې د پاکستاني دیني عالمانو دریځ ډیر ښه وګڼه او ویې ویل، چې هغو افغان او پاکستاني دیني عالمانو، چې د اندونیزیا په غونډه کې برخه لرله له وړاندې یو بل سره پیژندل.

هغه وویل، د نننۍ غونډې وړاندې تیره ورځ هم د افغان او پاکستاني دیني عالمانو ترمنځ پر هغو مسلو چې دا دواړه هیواد ونه ورسره مخ دي، خبرې او بحثونه شوي دي.

مولوي محمد قاسم حلیمي وویل، پاکستاني دیني عالمان هم په سیمه کې د روانو ناخوالو څخه کړیږي او هیله یې د دغه حالت پای ته رسیدل دي.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان او پاکستان شپاړس شپاړس او د اندونیزیا شل تنه دیني عالمانو برخه لرله.

د دریو هیوادونو د دیني عالمانو د غونډې د جوړېدو وړاندیز تیرکال کابل ته د اندونیزیا جمهور رئیس د خپل سفر پر مهال کړی و، چې د افغان حکومت د هرکلي سره مخ شوی وو.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان، پاکستان او د اندونیزیا دیني عالمان په افغانستان کې د سولې په مسله د خبرو لپاره په یو ځای کې سره ر اټولیږي.

XS
SM
MD
LG