د لاس رسي وړ اتصالات

میلر: طالبان یوازیني افغانان ندي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر سه شنبه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) وویل چې طالبان یوازیني افغانان ندي چې د افغانستان په راتلونکې کې ونډه لري.

ښاغلي میلر خبریالانو سره په خبرو کې دا هم وویل چې د قطر په پایتخت دوحې کې د ملګرو ملتونو لخوا په رابلل شوې غونډې کې د طالبانو په ګډون نه کولو ندی حیران شوی.

د امریکا دې چارواکي دا څرګندونې وروسته تر دې وکړلې چې په دوحې کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو په غونډې کې طالبانو د نه ګډون پریکړه وکړله.

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مطبوعاتو ته په یو پیغام کې ویلي و چې د دوحې غونډې په ټولو مجلسونو کې د ګډون لپاره یې شرطونه ټاکلي و چې ونه منل شول او له همدې کبله یې پکې له ګډون ډډه وکړله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې ویلي چې دا ډله یوازې په هغه صورت کې پدې غونډې کې ګډون کوي چې د افغانستان د یوازیني رسمي استازي په توګه ومنل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، "زه نشم ویلی چې بې حده حیران یم چې طالبانو داسې یوې غونډې کې ګډون رد کړ چې نړیوالې ټولنې پکې وسیع برخه درلوده".

د متحده ایالاتو دې چارواکي وړاندې وویل چې د میرمنو او نجونو په ګډون ټولو افغانانو ته د غږ ورکولو ملاتړ کوي چې د خپل هیواد په راتلونکي کې نقش ولري او دا چې طالبان یوزایني افغانان ندي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري.

میلر وایي د طالبانو سره د متحده ایالاتو د تعامل کولو هدف دا دی چې افغانستان یو ځل بیا د "ترهګریزو کړنو" په ځالې بدل نشي او زیان یې نورو هیوادونو ته ونه رسیږي، بله دا چې د افغانستان لپاره داسې راتلونکې غواړو چې بیلا بیلې ډلې پکې په ادارو کې خپله برخه ولري.

هغه وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې په "ریښتیني توګه ټولشموله" دولت غواړي او دریمه دا چې د میرمنو او نجونو په ګډون د بشري حقونو درناوي په هکله اندیښنه لري.

د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، تر اوسه د دې ډلې سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

سره لدې چې ډیر هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري او بهرني چارواکي هم په منظمه توګه د طالبانو سره ګوري خو چین یوازینی هیواد دی چې تر دې دمه یې د طالبانو سفیر منلی او خپل سفیر یې هم کابل ته استولی دی.

چین پدې ټینګار کوي چې لا یې هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیواله ټولنه وایي که طالبان غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي، باید داسې حکومت جوړ کړي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوي وي او د میرمنو او نجونو په کار او تعلیم لګول شوي بندیزنه هم باید لیرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG