د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تیره اونۍ ۱۷ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي


طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې یې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه د ښځو په ګډون سلګونو کسانو ته په عام محضر کې فزیکي سزاګانې ورکړي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې یې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه د ښځو په ګډون سلګونو کسانو ته په عام محضر کې فزیکي سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د افغانستان په ځینو برخو کې د فزیکي سزاګانو د دوام خبر ورکړی او ویلي دي چې په تیره اونۍ کې په یو شمیر ولاتیونو کې ۱۷ تنه په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دُر وهل شوي دي.

دغې محکمې د یکشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر اول ( لیندۍ ۱۱) په یوه خپرپاڼه کې ویلي چې یوازې تیره ورځ یې د خوست په ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسانو ته سزا فزیکي سزاګانې ورکړي دي.

ددې محکمې د خبرپاڼې له مخې دا کسان د " نامشروع اړیکو او لواطت" په تور نیول شوي وو چې په عام محضر کې هر یو ته ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

سترې محکمې ویلي چې د بدني سزا سربیره دوو تورنو ته اته – اته میاشتې زندان سزا او دوو نورو هر یو ته څلورکاله تنفیذي سزا ورکړل شوي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې د تیرې اونۍ په ترڅ کې دوه تنو ته د جوزجان او پروان په ولایتونو کې، شپږو تنو ته د غور په ولایت کې، دوو تنو ته د بلخ په ولایت کې او یو بل تن ته د خوست په ولایت کې تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.

د رپوټونو له مخې په دغو کسانو کې چې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي ښځې هم شاملې وې.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې یې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه د ښځو په ګډون سلګونو کسانو ته په عام محضر کې فزیکي سزاګانې ورکړي دي.

اکثره دا سزاګانې په ورزشي سټډیومونو کې ترسره شوي دي. همداشان طالبانو سترې محکمې ویلي چې شپږ تنه یې تراوسه په عام محضر کې د زرګونو کسانو پر وړاندې اعدام کړي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په وروستي ځل د دغې محکمې د پریکړې او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته د نومبر ۱۳( لړم ۲۳) د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښآر کې په یو ورزشي سټډیوم کې پر یو تن د اعدام سزا تطبیق کړې وه.

دغې محکمې ویلي چې د محمد ایاز اسد د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اوسیدونکي چې اوس مهال ددغه ولایت په مرکز جهاد مینه کې یې ژوند کوه، حبیب الله د ظریف خان زوی د کلاشنکوف په ډزو په عمدي توګه وژلی وو.

دغې محکمې ویلي چې پر قاتل باندې د قصاص دا حکم د طالبانو د درې ګونو محکمو د پریکرو پر اساس او د طالبانو د مشر له خوا د تائید وروسته تطبیق شوی دی.

د طالبانو په عام محضر کې د اعدام د سزا او نورو بدني سزاګانو تطبیق ته د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو د کلک مخالفت سره سره دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو اود بشري حقونو نړیوالو بنسټونو له طالبانو د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو د لغوه کیدو غوښتنې کړي دي ، خو ددغو غوښتنو سره سره طالبانو ددغسې سزاګانو په دوام ټینګار کړی او د بدني سزاګانو تطبیق یې ټولنې ته د عبرت د اخیستلو لپاره خورا مهم ګڼلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویاندې جرمي لورینس د نومبر۱۴(لړم۲۴) په یوه خپره کړې اعلامیه کې د پکتیا په ولایت کې یو سړي ته د اعدام د سزا په ورکولو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د شواهدو له مخې دا ډول سزاګانې د جرمونو په کمښت باندې هیڅ کومه اغیز نلري.

میرمن لورینس ویلي: "مونږ د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غواړو چې په بیړني ډول په هره بڼه نور اعدامول وځنډوي او تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې دې په چټک ډول د اعدام سزا ورکول بند کړي".

رواداري په نوم د بشري حقونو د څار د یو بنسټ د یو راپور له مخې طالبانو پر افغانستان باندې په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي او سنګسار کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG