د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا ورکول دې بند کړي


طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی په تیرو څه باندې دریو کلنوکې یې په عام محضر کې تراوسه شپږ تنه د زرګونو کسانو پر وړاندې اعدام کړي دي.
طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی په تیرو څه باندې دریو کلنوکې یې په عام محضر کې تراوسه شپږ تنه د زرګونو کسانو پر وړاندې اعدام کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د اعدام او نورو تعزیري سزاګانو پلي کولو ته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دا ډول سزاګانو د بندیدو د غوښتنې ترڅنګ ویلي چې ددې شورا مشر د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې په عام محضر کې د یو سړي په اعدامیدو باندې په ژور ډول اندیښمن شوي دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویاندې جرمي لورینس د پنجشنبې په ورځ نومبر۱۴(لړم۲۴) په یوه خپره کړې اعلامیه کې د پکتیا په ولایت کې یو سړي ته د اعدام د سزا په ورکولو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د شواهدو له مخې دا ډول سزاګانې د جرمونو په کمښت باندې هیڅ کومه اغیز نلري.

میرمن لورینس ویلي: "مونږ د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غواړو چې په بیړني ډول په هره بڼه نور اعدامول وځنډوي او تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې دې په چټک ډول د اعدام سزا ورکول بند کړي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ویاندې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا سریدلو وروسته په ګردیز کې د چهارشنبې د ورځې اعدام د طالبانو له خوا په عام محضر کې د اعدام شپږمه سزا وه چې ددغې ډلې له خوا تطبیق شوې ده.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د نومبر۱۳(لړم ۲۳) وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز ښارپه ورزشي سټډیوم کې یو قاتل ته په عام محضر کې د اعدام سزا ورکړې ده..

دغې محکمې ویلي چې د محمد ایاز اسد د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اوسیدونکي چې اوس مهال ددغه ولایت په مرکز جهاد مینه کې یې ژوند کوه، حبیب الله د ظریف خان زوی د کلاشنکوف په ډزو په عمدي توګه وژلی وو.

دغې محکمې ویلي چې پر قاتل باندې د قصاص دا حکم د طالبانو د درې ګونو محکمو د پریکرو پر اساس او د طالبانو د مشر له خوا د تائید وروسته تطبیق شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ویاندې ویلي چې په ګردیز کې د قتل په جرم یو سړی د مقتول د کورنۍ د یو غړي له خوا په عام محضر کې د خلکو پر وړاندې درې ډزه ویشتل شوی وو.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په عام محضر کې اعدامونه د ظلم، غیرانساني او د ناوړه چلند یوه بڼه رامنځ ته کوي. دا ډول اعدامونه د ملکي سیاسي حقونو د نړیوال کنوانیسون پرخلاف په خپلسر اعدامونو بڼه لري، چې افغانستان هم دغه کنوانیسون منلی دی".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي چې دا شورا په هر حالت کې د اعدام د سزا ورکولو د هرې بڼې سره مخالفه ده. دا ډول سزاګانې د ژوند د اساسي حق سره په ټکر کې دي او د بې ګناه کسانو د اعدامولو خطر زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ویاندې په دغه اعلامیه کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د اعدام او نورو تعزیري سزاګانو په دوام باندې د دغې شورا د عالي کمیشنر ویکر ترک اندښینو ته هم ځای ورکړی دی.

میرمن لورینس تیره اونۍ د پروان ولایت د یو ښوونځي په ودانۍ کې دننه یو سړي او یوې ښځې ته چې له کور څخه د تیښتې په تور په دُرو ووهل شو د یادونې ترڅنګ د جوزجان په ولایت کې څلورو ښځو او ۱۸ سړیو ته په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو د ورکولو یادونه هم کړې ده.

میرمن لورینس ویلي چې د جوزجان ولایت په ورزشي سټډیوم کې دغو کسانو ته د طالبانو له خوا بدني سزاګانې د نامشروع اړیکو د لرلو، شرابو د څښلواو نشه يي توکو په تړاو د جنایتونو له امله ورکړل شوې وې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "تعزیري سزاګانې د شکنجې او ناسم چلند پر وړاندې د بشري حقونو د نړیوال قانون څخه ډیره سخته او څرګنده سرغړونه ده".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ددغې اعلامیې دمخه افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۳(لړم ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په جلا بیانونو کې د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز د ښار په ورزشي سټډیوم کې د طالبانو د محکمې د پریکړې له مخې یو قاتل ته په عام محضر کې د اعدام سزا په پلي کیدل غندلي وو.

یوناما په یو بیان کې هم له طالبانو غوښتي وو چې به افغانستان کې دې د اعدام د سزا پلي کول بند کړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي وو: "یوناما د افغانستان د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غواړي چې د اعدام سزا لغوه کیدو ته په پاملرنې دې په بیړني ډول په هره بڼه اعدامول وځنډوي. همداشان مونږ د قانوني بهیراوعادلانه محاکمې حقونو ته درناوي په ځانګړي ډول قانوني استازیتوب ته د لاس رسي غوښتنه کوو".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو د پرله پسې غوښتنو سره سره په عام محضر کې تورنو ته د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سراګانو ورکولو ته دوام ورکړی او ویلي دي چې دا ډول سزاګانې د اسلامي شریعت د غوښتنو له مخې پلي کوي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو د څار د یو بنسټ د یو راپور له مخې طالبانو پر افغانستان باندې په درې کلنه واکمنۍ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي او سنګسار کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG