د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو جاويد کوهستانی له بند څخه خوشې کړی دی


جاوید کوهستانی د سپټمبر ۲۶ د کابل ښارد سراې شمالي سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوی وو.
جاوید کوهستانی د سپټمبر ۲۶ د کابل ښارد سراې شمالي سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوی وو.

په افغانستان کې د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې طالبانو د استخباراتو ریاست پخوانی جنرال او د امنیتي چارو شنونکی جاوید کوهستاني د نږدې دریو اونیو لپاره په بند کې د ساتلو وروسته د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۵(تلې ۲۴) بیرته خوشې کړی دی.

د جاوید کوهستاني د کورنۍ غړو سیمه ییزو رسنیو سره په خبرو کې د هغه خوشې کیدل تائید کړي دي، خو د هغه د نیولو د علت په یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د جاوید کوهستاني خپلوانو امریکا غږ ته ویلي و چې هغه د سپټمبر ۲۶ (تلې پنځم) د کابل ښار سراې شمالي سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له خوا نیول شوی و.

د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د جاوید کوهستاني د نیولو پر مهال د هغه کورنۍ ویلي وو چې هغه د زړه ناروغي لري او د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دی.

تراوسه د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د جاوید کوهستاني د نیولو د علت او بیرته خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. جاوید کوهستانی چې د افغانستان د پوځ پخوانی جنرال دی د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې پاتې شوی دی. هغه د تیر جمهوري نظام پر مهال د رسنیو سره د امنیتي چارو د شننونکي په توګه په تلویزیوني بحثونو کې برخه اخیستله.

د طالبانو له خوا د ښاغلي کوهستاني نیولو ته په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه ښودل شوي وو. د بشري حقونو افغان فعالانوو د بخښنې نړیوال سازمان په جلا اعلامیو کې د طالبانو له بند څخه د جاوید کوهستاني د سمدستي خوشې کیدو غوښتنې کړې وې.

د بخښنې نړیوال سازمان د اکتوبر درېیم (تلې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې د جاوید کوهستاني د خوشې کیدو د غوښتنې ترڅنګ د غزني په ولایت کې خوشال راډیو د مسوول حکمت ارین د خوشې کیدو غوښتنه هم کړې وه.

حکمت ارین چې د غزني لپاره د طالبانو استخباراتو ریاست د کارکوونکو له خوا د سپټمبر په ۲۹ (تلې اتم) نیول شوی و په دغه ولایت کې د طالبانو د یوې لومړنۍ محمکې له خوا د یوې میاشتې په بند محکوم شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د طالبانو د محکمې دا پریکړه غندلې ده. دغه مرکز په غزني کې د یوې سرچینې له قوله چې په اعلامیه کې یې نوم نه دی ښودل شوی ویلي چې حکمت ارین باندې تورلګیدلی چې په غږیزه وینا کې يې په تیرو جګړو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو په اړه خبرې کړي او د راډیو له لارې یې دا وینا خپره کړې ده، چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو له نظره په دې کار یې طالبانو ته سپکاوی او بې احترامي کړې ده.

خو په غزني کې ځینو کسانو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې دا موضوع افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا ستنیدلو دمخه جمهوري رژیم پرمهال شوې او پر ښاغلي ارین باندې لګیدلی تور سم نه دی.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د ښځینه فعالانواو د ښځو د حقونو په ګډون په سلګونو د مدني ټولنې او د بشري حقونوفعالان نیولي او په زندان کې اچولي دي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو څارنه کوي په یو سپټمبر۲۱( وږي ۳۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپل یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ ورځې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې تر ۳۰ ورځې پورې په دغه هیواد کې طالبانو ۵۳۱ تنه مدني فعالان، بشري حقونو مدافعان او خبریالان په خپلسر نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

د روداري بنسټ شمیرنې ښيي چې په دغه موده کې په افغانستان کې ۸۶ معترضې ښځې هم نیول شوي چې ددې ډلې ۸ تنه یې وژل شوي دي. همداشان دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې ۱۴۴ کسان د طالبانو د مخالفانو سره د اړیکو په تړاو نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ په موده کې د بشري حقونو د سرغړونو نهه زره ۲۷۶ ډول ډول پیښې یې ثبت کړي دي.

طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه رد کړي او بې اساسه بللي دي. طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دا ډول راپورونو خپرول د دغې ډلې د حکومت پر وړاندې د پراخه پروپاکند یوه برخه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG