د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان صادرات کم او واردات زیات شوي دي- طالبان


د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې پرتله د افغانستان صادرات ۲۰ میلیون ډالر کم شوي او په وارداتو کې یو میلیار د او ۱۰۵ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی.

دغې ادارې ددوشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹( سلواغې۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په دریو ربعو کې افغانستان د یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي او د شپږ میلیاردو او ۲۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي یې وارد کړي دي.

د تیر ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو دریو ربعو کې ددغه هیواد د صادراتو اندازه یو میلیارد او ۳۷۵ میلیونو او د وارداتو اندازه پنځه میلیارده او ۱۲۴ میلیونو او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسیدلې وه.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي، چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې هند د ۴۶۳ میلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درېیم ځای لري."

ددې ادارې معلومات ښيي چې د افغانستان په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو زیاته صادره شوې، چې د صادراتو ارزښت یې د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې ۳۴۲ میلیونه ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې په ترتیب سره د دغه هیواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي: "د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې افغانستان ته ډېر وارد شوي توکي له ایران څخه راغلي، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد، ۳۱۸ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې پاکستان د یو میلیارد او ۱۵۶میلیونو ۱۰۰ زره ډالرو او چین د یو میلیارد او ۱۴۷ میلیونه ډالرو په لرلو سره په دویم او درېیم ځای کې راځي."

د ۱۴۰۲ کال په لومړیو دریو ربعو کې افغانستان ته په واردو شویو موادو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۱۰ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

په همدې ترتیب، ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د ۶۹۱ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو سره، په دویم او ټوکر، فلزونه او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې راځي.

ددې دمخه نړیوال بانک په یو راپور کې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۱.۹ میلیارده ډالره او د وارداتو کچه ۷.۸ میلیارده ډالره ښودلې وه.

نړیوال بانک ویلي و چې افغانستان د وارداتو زیاتوالی تر ډیره ددغه هیواد د صادراتو د ودې پورې تړاو لري چې په لویه کچه د سوداګرۍ د بیلانس د کسر سبب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG