د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغانستان صادرات ۱.۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي؛ سوداګر: ستونزې په خپل حال دي


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال په ۱۱ میاشتو کې د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۷۱۷ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي.

دغه دفتر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د سه شنبې په ورځ ډسمبر پنځم (لیندۍ ۱۴) د صادراتو دا زیاتوالی د افغانستان په تاریخ کې بې ساری ښودلی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر لیکلي، چې د افغانستان په صادراتي توکو کې تازه او وچه ميوه، غالۍ، زعفران، ډبرو سکاره، پیاز او رومیان شامل دي.

دغه دفتر ویلي چې دا توکي ايران، پاکستان، هند، تاجیکستان، اوزبیکستان، متحدو عربو اماراتو، عراق، سعودي عربستان، چين او قزاقستان ته صادر شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي چې په روان میلادي کال کې افغانستان تراوسه له ۱.۶ میلیاردو څخه زیات صادرات لرل.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د تیر کال پرتله سږکال د افغانستان صادرات ښه وو.

ښاغلي الکوزي وویل: "زمونږ اکثره صادرات پاکستان ته چې د ۶۰ او ۶۵ فیصدو ترمنځ دي او د پاکستان وروسته هندوستان ته همداشان چین، منځنۍ اسیا هیوادونو، متحده عربي اماراتو او د خلیج نورو هیوادونو ته صادر شوي دي".

خو ښاغلي الکوزي وویل چې افغانستان لا هم په کال کې تر اوو ملیاردو ډالرو پورې مالونه له بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.

که څه هم د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي د افغانستان څخه بهر ته د صادراتو په بهیر کې د اسانتیاو یادونه وکړه خو ویې ویل چې د افغانستان په بانکي سکټور باندې لګیدلي محدودیتونه لا هم بهرنیو هیوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو سبب ګرځي.

ښاغلي الکوزي وویل: "د پیسو د انتقال په برخه کې پر افغانستان باندې چې کوم بندیزونه شته دی، زمونږ بانکونه بند دي، پیسې پر وخت نشي انتقالیدلی او همداشان زمونږ سوداګر د پاکستان پرته هغو هیوادونو ته چې توکي استوي په ډیر مشکل سره ویزې اخلي او څوک ویزه نه ورکوي."

خان جان الکوزي د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله هم د سوداګرۍ په برخه کې د یوې ستونزې په توګه یاده کړه او ویې ویل چې ترهغې چې د رسمیت پیژندلو ستونزه هواره نشي ځینې سیاسي ستونزې به موجودې اوسې.

د طالبانو حکومت د افغانستان د صادراتو د زیاتیدو دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړیوال بانک په یو راپور کې ویلي چې په تیر یو کال کې ددغه هیواد د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۳۷.۵ فیصده زیات شوی دی.

دغه بانک د اکتوبر۳۱ ( لړم نهم) په یو خپور شوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۴.۴ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د تیر ۲۰۲۲کال په همدې موده کې د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۳.۲ میلیارده ډالره وو.

د نړیوال بانک د معلوماتو پر اساس د سوداګرۍ د بیلانس د کسر د زیاتیدو علت د افغانستان د صادراتو د کمیدو او د وارداتو د زیاتیدو له امله دی.

دغه بانک ویلي: "د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې افغانستان د توکو د واردولو کچه د صادراتو پرتله زیاته وه چې د تیر ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله د سوداګرۍ د بیلانس د کسر زیاتیو سبب شوی دی. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان واردات ۵.۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي و، چې د تیر ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله ۲۷ فیصده زیاتوالی ښيي".

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي، چې د وارداتو د زیاتوالي کچه د خوراکي توکو، د کانونو موادو، منسوجاتو، کیمیاوي توکو،ماشین الاتو او انتقالاتو په ګډون په ټولو وارداتي توکو کې لیدل شوې ده.

دغه بانک ویلي چې دا اقتصادي ګډوډي د افغانستان د وضعیت سره اړخ نه لګوي.

افغانستان په روان ۲۰۲۳ کال کې د خپلو ټولو وارداتو د ۲۱ فیصدو پورې له ایران څخه وارد کړي دي، چې ددغه هیواد ترټولو ستر سوداګریز شریکباڼی دی.

افغانستان له چین څخه ۱۸ فیصده، پاکستان څخه هم ۱۸ فیصده او متحده عربي امارات څخه ۱۴ فیصده توکي وارد کړي دي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې پاکستان لا هم د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره ترټولو لوی صادراتي بازار دی چې د مجموعي صادراتو ۵۵ فیصده دغه هیواد ته صادر شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG