د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۴.۴ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی


نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې په تیر یو کال کې ددغه هیواد د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۳۷.۵ فیصده زیات شوی دی.

دغه بانک د اکتوبر۳۱ ( لړم نهم) په یو خپور شوي راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې د افغانستان د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۴.۴ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د تیر ۲۰۲۲کال په همدې موده کې د سوداګرۍ د بیلانس کسر ۳.۲ میلیارده ډالره وو.

د نړیوال بانک د معلوماتو پر اساس د سوداګرۍ د بیلانس د کسر د زیاتیدو علت د افغانستان د صادراتو د کمیدو او د وارداتو د زیاتیدو له امله دی.

دغه بانک ویلي: "د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې افغانستان د توکو د واردولو کچه د صادراتو پرتله زیاته وه چې د تیر ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله د سوداګرۍ د بیلانس د کسر زیاتیو سبب شوی دی. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان واردات ۵.۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي و، چې د تیر ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله ۲۷ فیصده زیاتوالی ښيي".

نړیوال بانک په دغه راپور کې ویلي، چې د وارداتو د زیاتوالي کچه د خوراکي توکو، د کانونو موادو، منسوجاتو، کیمیاوي توکو،ماشین الاتو او انتقالاتو په ګډون په ټولو وارداتي توکو کې لیدل شوې ده.

دغه بانک ویلي چې دا اقتصادي ګډوډي د افغانستان د وضعیت سره اړخ نه لګوي.

افغانستان په روان ۲۰۲۳ کال کې د خپلو ټولو وارداتو د ۲۱ فیصدو پورې له ایران څخه وارد کړي دي، چې ددغه هیواد ترټولو ستر سوداګریز شریکباڼی دی.

افغانستان له چین څخه ۱۸ فیصده، پاکستان څخه هم ۱۸ فیصده او متحده عربي امارات څخه ۱۴ فیصده توکي وارد کړي دي.

د افغانستان د وارداتو برعکس صادرات نه دي زیات شوي. نړیوال بانک د ګمرکونو د غیر رسمي شمیرنو پر اساس ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې د افغانستان د صادراتو کچه ۱.۳ میلیارده ډالرو ته رسیدلې وه، چې د تیرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې نیمايي کموالی ښيي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ او اګست د میاشتو ترمنځ صادرات په پرله پسې ډول کم شوي دي چې په لومړۍ درجه کې د ډبرو د سکرو په صادراتو کې د ۳۷ فیصدو کموالي او په مجموعي ډول په ټولو صادراتو کې ۱۷ فیصده کموالي له امله کم شوي دي".

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې پاکستان لا هم د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره ترټولو لوی صادراتي بازار دی چې د مجموعي صادراتو ۵۵ فیصده دغه هیواد ته صادر شوي دي.

د پاکستان وروسته افغانستان د خپلو ټولو مجموعي صادراتو ۲۹ فیصده هند ته صادر کړي دي.

دغه بانک ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۵ فیصده کموالی راغلی دی، چې لوی دلیل یې خوراکي توکو کې د ۱۵ فیصده کموالي اود ډبرو سکرو په صادراتو کې د ۳۷ فیصده کموالي له امله راغلی دی.

خو له افغانستان څخه هند ته د خوراکي توکو په صادراتو کې ۴۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی، چې په مجموعي ډول یې ددغه هیواد د صادراتو د کچې په لوړیدو کې مرسته کړې ده.

د اخیستلو د توان کمیدل

نړیوال بانک وايي، چې افغانستان کې د عرضې شرایط ښه دي ځکه چې ددغه هیواد په ټولو بازارونو کې د اړتیا وړ خوراکي توکي او غیر خوراکي توکي په کافي اندازه شته دی، خو دغه بانک وايي چې په بازار کې د اخیستلو توان کم شوی دی.

نړیوال بانک ویلي: "د کورنیو د سپما کچه ټیټه شوې، د عمومي مصارفو کموالی او د بزګرانو عوایدو کې د کوکنارو د کښت د منع کیدو له امله رامخې ته شوي ټکانونو پر عمومي تقاضا باندې اغیزه کړې ده".

نړیوال بانک د افغانستان د هوساینې د څارنې سروې ته په اشاره ویلي چې لوږه د هرو دوو افغانانو څخه یو تر اغیزې لاندې راولي، په داسې حال کې چې ددغه هیواد ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي. د کار نشتوالی، د بې کارۍ زیاتیدل د نورو عواملو په توګه یاد شوي چې د خلکو د اخیستلو توان یې ټیټ کړی دی.

بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړیدل

نړیوال بانک په دغه راپور کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت یادونه کړې او ویلي دي، چې د سوداګرۍ د بیلانس د کسر سره سره افغانۍ د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په صعودي ډول حرکت کړی دی.

دا راپور وايي: "د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د لومړۍ ورځې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر ۲۳ پورې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۲۰.۲ فیصده د یورو پر وړاندې ۱۹.۸ فیصده د چین د یوان پر وړاندې ۱۸.۴ فیصده د ایران د تومان پر وړاندې ۶۰ فیصده، د پاکستان د روپۍ پر وړاندې ۳۴.۱ فیصده او د هندي روپۍ پر وړاندې ۱۶.۴ فیصده زیاتوالی لرلی دی".

همداشان نړیوال بانک ویلي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستو په چوکاټ کې۱.۴ میلیارده نغد ډالر انتقال شوي دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې د کورني مصرف لپاره د وارداتي توکو زیاته برخه په پام کې نه ده نیول شوې او ددغو توکو په بدل کې پیسې د افغانستان د اسعارو له بازار څخه نه دي تادیه شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG