د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان کې د کوکنارو کښت د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


د ملګرو ملتونو د تازه سروې د موندنو له مخې په افغانستان کې د اپینو د بیې لوړیدل او په دغه هیواد کې د اپینو د زیرمو کمښت بزګران د کوکنارو بیا کرلو ته هڅولي دي.
د ملګرو ملتونو د تازه سروې د موندنو له مخې په افغانستان کې د اپینو د بیې لوړیدل او په دغه هیواد کې د اپینو د زیرمو کمښت بزګران د کوکنارو بیا کرلو ته هڅولي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کوکنار د کښت د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو د ادارې (UNODC) راپور ته غبرګون ښودلی او ددغې ادارې موندنې یې له "حقیقت څخه لیرې" بللي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبرشپږم (لړم ۱۶) خبریالانو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ادعا کړې چې د طالبانو د مشر ملاهبیت الله اخوندزاده د لارښوونې له مخې په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت او توليد باندې پوره بنديز لګیدلی دى.

هغه ویلي: "د کورنیو چارو وزارت د دغې پديدې پر وړاندې مبارزه خپل لومړيتوب ګني چې له مخې يې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو په کښت او توليد باندې پوره بنديز لګولى دى".

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د اپینو د تولید په اړه په یو راپور کې چې د یوناما له خوا د چهارشنبې په ورځ نومبرشپږم (لړم ۱۶) خپور شوی ویلي چې په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو. دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله کې دا زیاتوالی په تیر ۲۰۲۳ کال کې په دغه هیواد کې د کوکنارو د کښت د ۹۵ فیصده کمیدو وروسته راغلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې ددغه زیاتوالي سره سره په افغانستان کې د کوکنارو کښت لا هم د ۲۰۲۲ کال پرتله ډیر کم دی. په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله او کاروبار باندې بندیز لګولی وو، چې له امله یې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او د اپینو تولید کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی وو.

خو د ملګرو ملتونو د تازه سروې د موندنو له مخې په افغانستان کې د اپینو د بیې لوړیدل او په دغه هیواد کې د اپینو د زیرمو کمښت بزګران د کوکنارو بیا کرلو ته هڅولي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ددې سروې د پایلو په اړه شک ښودلی دی: "د کورنيو چارو وزارت دغه سروې او د يادې ادارې ادعا په کلکه ردوي او له حقيقت څخه يې لیرې ګڼي او ښايي چې دغه سروې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې ترسره شوې وي، خو له هغه وروسته د پوليسو له خوا د کوکنارو د کښت ټولې ساحې له منځه وړل شوې دي په همدې لحاظ د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او بې بنسټه ادعا ده".

هغه ویلي چې نه یوازې دا چې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې نه ده، بلکې په دې وروستیو کې نوره هم کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) ددغې سروې له مخې افغانستان کې د کوکنارو د کرلو د جغرافیه مرکز د جنوب لودیځو ولایتونو څخه چې د ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د کوکنارو د کښت مرکز وو، شمال ختیځو ولایتونو ته تغیر موندلی دی، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۹ فیصدو پورې کوکنار په کې کرل شوي وو. ددې سروې پر اساس په شمال ختیځو ولایتونو کې د سږکال د کوکنارو په کرکیله کې د تیرکال پرتله ۳۸۱ فیصده په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو ددغې سروې د خپریدو دمخه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د سرمفتش دفتر" سیګار" د اګست ۲۳(سنبلې دوېیم) په یو راپور کې ویلي و چې ه څه هم د طالبانو له خوا د کوکنارو پرکښت بندیز په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمیدو باندې د پام وړاغیزه کړی، خو په دغه هیواد کې د اپینو د زیرمو له منځه وړلو او د اپینو د زیرمو د خاوندانو پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی شوی.

سیګار ویلي چې په افغانستان کې د بریتانوي ادارې آلیس (Alice) له خوا اخیستل شوي تصویرونه اود معیشت په برخه کې تجربه او ارزونه ښيي چې په دې هیواد کې لا هم د اپینو زیرمې خورا زیاتې دي چې د اټکل له مخې ۱۶۵ زرو او ۶۷ ټنو ته رسیږي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر "سیګار" ویلي چې په افغانستان کې د اپینو د زیرمنو له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو نشتون په دغه هیواد کې د اپینو د بیې لوړیدو او د زیرمو د زیاتیدو سبب شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "دا کار د زیرمه شویو اپینو ارزښت زیات کړی دی، د اپینو کوچني کاروباریان یې کم کړي او د ځمکو د خاوندانو د اپینو زیرمې یې پام وړ ډول زیاتې کړي دي".

سیګار د ملګرو ملتونود بندیزونو د څارنې ټیم د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې د میاشتې د راپور پر اساس ویلي چې "لوړپوړي طالبان" لا هم ددغه بندیز د نه منع کیدو څخه ګټه پورته کوي، ځکه چې بزګران "د کمښت د جبران لپاره د اپینو د بدیلو محصولاتو په هڅه کې" دي

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نشه یي توکو د زیرمو په اړه د رسنیو د راپورونو په غبرګون کې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د نشه یي توکو او د هغې د ذخیرو په وړاندې جدي مبارزه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یو پیغام کې چې ددې ډلې تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون کې خپور شوی ویلي چې "په افغانستان کې د نشه‎يي توکو زېرمې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG