د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: افغانستان کې د اپینو د زیرمو له منځه وړلو لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی


د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز وروسته د اپینو بیې نږدې دوه چنده لوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز وروسته د اپینو بیې نږدې دوه چنده لوړې شوې دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر "سیګار" ویلي چې که څه هم د طالبانو له خوا د کوکنارو پرکښت بندیز په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمیدو باندې د پام وړاغیزه کړی، خو په دغه هیواد کې د اپینو د زیرمو له منځه وړلو او د اپینو د زیرمو د خاوندانو پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی شوی.

سیګار په یو تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ اګست ۲۳(سنبلې دوېیم) خپورشوی ویلي چې په افغانستان کې د بریتانوي ادارې آلیس (Alice) له خوا اخیستل شوي تصویرونه اود معیشت په برخه کې تجربه او ارزونه ښيي چې په دې هیواد کې لا هم د اپینو زیرمې خورا زیاتې دي چې د اټکل له مخې ۱۶۵ زرو او ۶۷ ټنو ته رسیږي.

د آلیس (Alice) ادارې نږدې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ستلایټ په مټ د اخیستل شویو تصویرونو پر اساس د ارزونې یو راپور خپور کړی وو. ددغې ادارې د وړاندوینې پراساس په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې به د کوکنارو کرکیله په بې ساري ډول کمه وي.

خو ددې سره سره د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر "سیګار" ویلي چې په افغانستان کې د اپینو د زیرمنو له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو نشتون په دغه هیواد کې د اپینو د بیې لوړیدو او د زیرمو د زیاتیدو سبب شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "دا کار د زیرمه شویو اپینو ارزښت زیات کړی دی، د اپینو کوچني کاروباریان یې کم کړي او د ځمکو د خاوندانو د اپینو زیرمې یې پام وړ ډول زیاتې کړي دي".

سیګار د ملګرو ملتونود بندیزونو د څارنې ټیم د روان ۲۰۲۴ کال د جولاې د میاشتې د راپور پر اساس ویلي چې "لوړپوړي طالبان" لا هم ددغه بندیز د نه منع کیدو څخه ګټه پورته کوي، ځکه چې بزګران "د کمښت د جبران لپاره د اپینو د بدیلو محصولاتو په هڅه کې" دي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز وروسته د اپینو بیې نږدې دوه چنده لوړې شوې دي. د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې د یو کیلو اپینو بیه د ۴۱۷ امریکايي ډالرو څخه د همدې کال په ډسمبر میاشت کې ۸۰۲ ډالرو ته لوړه شوې وه.

سیګار ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستیو کې د یو کیلو اپین بیه ۱۱۰۰ ډالرو ته لوړه شوې وه، خو اوس د ۲۰۲۴ کال د جولاې په میاشت کې د یو کیلو اپینو بیه ۶۰۰ ډالرو ته راکمه شوې ده.

د طالبانو د حکومت غبرګون:

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نشه یي توکو د زیرمو په اړه د رسنیو د راپورونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د نشه یي توکو او د هغې د ذخیرو په وړاندې جدي مبارزه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یو پیغام کې چې ددې ډلې تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون کې خپور شوی ویلي چې "په افغانستان کې د نشه‎يي توکو زېرمې په بشپړه توګه له منځه تللي دي."

فطرت زياته کړه، چې "دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق منع اعلان شو او ددې نه وروسته د نشه یي توکو په وړاندې جدي مبارزه ترسره شوه او ۱۵سوه د نشه یي توکو د تولید فابریکې او د پروسیس کارخونې او ذخایر یې له منځه وړل شوي دي."

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت د یو فرمان له لارې په افغانستان د کوکنارو کښت باندې بندیز ولګوه.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر "یو این او ډي سي" ویلي چې د طالبانو د مشر ددې پریکړې یو کال وروسته هم افغانستان ۸۰ دفیصده د نړۍ د هیروئینو تقاضا پوره کوله.

خو دغې ادارې د ۲۰۲۴ کال د نشه يي توکو په نړیوال رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز په دغه هیواد کې تر ۹۵ فیصدو پورې د اپین تولید کم کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG