د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ یو کروندګر، ولي جان، چې اوس یې پنبه کرلې، وایي چې د پنبې کښت یې د نباتي امراضو له امله زیانمن شوی او سږکال یې د ښه حاصلاتو تمه نه لري. هغه زیاته کړه چې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته، له کروندګرو سره د بدیلو معیشت په برخه کې هیڅ ډول مرستې نه دي شوي. دغه کروندګر په بازار کې د بې کیفیته نباتي درملو د شتون له امله هم شکایت کوي او وایي، چې د نباتي امراضو مخنیوي لپاره اغېزمن نه دي.