د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کابل کې د اسماعیل هنیه فاتحه واخیستله


اسماعیل هنیه د تیرې چهارشنبې په ورځ په ایران کې د توغندي په یو برید کې د خپل یو ساتوونکي سره ووژل شو. د اسماعیل هنیه جنازه د جمعې په ورځ د قطر پایتخت دوحه کې خاورو ته وسپارل شوه.
اسماعیل هنیه د تیرې چهارشنبې په ورځ په ایران کې د توغندي په یو برید کې د خپل یو ساتوونکي سره ووژل شو. د اسماعیل هنیه جنازه د جمعې په ورځ د قطر پایتخت دوحه کې خاورو ته وسپارل شوه.

د طالبانو حکومت د یکشنبې په ورځ اګست څلورم (زمري ۱۴) د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د حماس د ډلې پخوانی سیاسي مشراسماعیل هنیه چې د تیرې چهارشنبې په ورځ په ایران کې د توغندي په یو برید کې ووژل شو فاتحه واخیستله او د قرآن کریم ختم او دعا مراسم یې ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت د یو شمیر چارواکو د ګډون سربیره په سلګونو طالبانو او د اسماعیل هنیه مینه والو او خواخوږو ګډون کړی وو.

اسماعیل هنیه د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پژشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و، چې د لوړې په مراسمو کې د ګډون وړاندې د اوسیدانې په ځای کې په یو برید کې چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب د وینا له مخې د لنډ واټن د توغندي پواسطه ترسره شوی وو د خپل یو ساتوونکي سره ووژل شو.

د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو په دغو مراسمو کې د خلکو د ګډون لپاره په ټولنیزو رسنیو د خبرتیا یو پیغام هم خپور کړی وو.

د خبرتیا په دغه پیغام کې ویل شوي وو: " د کابل مؤمن او متدین ولس، له مجاهد فلسطیني ولس سره د اقصی د ازادۍ د مخکښ او پېژندل شوي سالار اسماعیل عبدالسلام هنیه د شهادت په مناسبت، د غمرازۍ شریکولو په هدف غواړي سبا یکشنبه د محرم الحرام په نهه ویشتمه د کابل ښار په عیدګاه جامع مسجد کې، د ماسپښين له لمانځه وروسته متصل، د قرآن کریم ختم، فاتحه او دعا وکړي. له ټولو مسلمانانو څخه په دې بابرکته مجلس کې د ګډون هیله لرو."

همداشان د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اسماعیل هنیه د وژل کیدو څلور ورځې وروسته د خواخوږۍ په یو پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په مړینه دې دریدلی دی.

هغه ویلي:" صهونیستي رژیم [ اسرائیل] داسې مهال شهید اسماعیل هنیة په نښه کړ چې هغه د یوه حکومت میلمه او د حماس مشر مرکچي و. د داسې یوه شخصیت په نښه کول د ټولو مروجو نړیوالو نورمونو شدید نقض دی او ښيي چې دښمنان په روانه جګړه کې هیڅ اصل ته درناوی نه لري".

ملا حسن اخوند په دغه پیغام کې د تیرو لسو میاشتو راهیسې په غزه کې روانې جګړې ته اشاره کړې او بشري حقونو نړیوال سازمانونه یې ددې جګړې په اړه په چوپتا تورن کړي دي.

ملا حسن اخوند د نړۍ او سیمې په اغیزناکو لوریو غږ کړی چې په غزه کې د د هغه په وینا د اسرائیلو د لا زیاتو جنایتونو مخه ونیسي او پرې نږدي چې د غزې د جګړې اور ټوله سیمه ونیسي.

هغه ویلي :" د دې غمیزې د غځیدلو او پراختیا ټوله پړه د صهیونیستي رژیم [ اسرائیلو او د هغوی د ملاتړو په غاړه ده."

د ملا حسن اخوند ددغه پیغام وړاندې د طالبانو حکومت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې د اسماعیل هنیه له کورنۍ او پلویانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره پر هنیه برید په کلکه غندلی او د هغه مړینه یې "یوه ستره ضایعه" بللې وه.

د طالبانو د حکومت سربیره ځینو سیاسي مشرانو هم پر اسماعیل هنیه باندې برید په سختو ټکو غندلی وو.

اسماعیل هنیه په قطر کې اوسیده او په دوحه کې یې د حماس د سیاسي دفتر چارې سمبالولې. د اپریل په میاشت کې په غزه کې د اسرائیل په یو هوایي برید کې د هغه درې زامن ووژل شول. د غزې اوسیدونکي وایي د هنیه مړینه به هغوی نور هم له اسرائیل سره جګړې ته ژمن کړي. د اسماعیل هنیه جنازه د جمعې په ورځ په د قطر په پایتخت دوحه کې خاورو ته وسپارل شوه.

طالبانو د کابل په عیدګاه جومات کې د اسماعیل هنیه فاتحه په داسې حال کې اخیستې چې تیره میاشت د طالبانو امنیتي ځواکونو په همدې جومات کې د پښتون د ژغورنې د غورځنګ " پي ټي ایم" د یو مخکښ غړي او د پښتو وتلي شاعر ګیله من وزیر د غیبانه جنازې او د فاتحې د مراسمو د ترسره کولو مخه نیولې وه. د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي و چې په حنفي مذهب کې د غیبانه جنازې د ترسره کولو شرعي جواز نشته دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG