د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د بدني سزاګانو دوام؛ طالبانو سرپل کې شپږ تنه نور په دُرو وهلي


د رواداري بنسټ ویلي طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي او سنګسار کړي دي.
د رواداري بنسټ ویلي طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي او سنګسار کړي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د افغانستان په ځینو برخو کې تورونو کسانو ته د بدني سزاګانود دوام خبر ورکړی او ویلي دې چې د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۱۹ (وږي ۲۹) د سرپل په ولایت کې شپږ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور یې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان یې د " نامشروع اړیکو او د زنا د فعل" په تورونو نیولي و او په عام محضر کې یې پرې د تعزیري سزا د ورکولو حکم تطبیق کړی دی.

ددغې خبرپاڼې له مخې ټول دغه پنځه تنه د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسیدونکي وو. د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې دغه تورن کسان د ۲۹ دُرو څخه تر ۳۹ دُرو پورې وهل شوي دي او د شپږو میاشتو څخه تر درې کلنو پورې د بند سزا هم ورته اورول شوې ده.

دغې محکمې ویلي: "په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د محکمو د مسوولینو او منسوبینو سربیره په زیات شمیر مراجعین او د محکوم علیه خپلوانو هم ګډون کړی وو".

ددې سربیره د طالبانو د حکومت سترې محکمې د تیرې یوې اونۍ په اوږدو کې لږ ترلږه پنځه تنو ته په څلورو ولایتونو کې په عام محضر کې بدني سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اونیز راپور ښيي چې په تورونو باندې د فاریاب، زابل، بلخ او سرپل ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د تطبیق حکم په عام محضر کې تطبیق شوی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو سره سم په عام محضر کې تورنو ته د تعزیري سزاګانو د ورکولو بهیر پیل کړی او په تیرو څه باندې دریو کلنو کې یې د ښځو په ګډون په سلګونو تورنو ته تعزیري سزاګاني ورکړي او لږترلږه درې تنه یې په عام محضر کې اعدام کړي هم دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې چارواکو د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۸( وږي ۲۸) کابل کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې تراوسه په افغانستان کې دغې محکمې څو تنو تورنو ته په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړي د تورونو د شمیر د ښودلو پرته وویل چې دغې محکمې د اعدام په ګډون تورنو کسانو ته بدني سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې د دبدني سزاګانو پر دوام باندې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو له خوا د انتقادونو او نیوکو سره سره طالبانو دغسې سزاګانو ته نه یوازې دوام ورکړی، بلکې په دې وروستیو میاشتو کې یې په کې زیاتوالی هم راوستی دی.

د رواداري بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه کوي په یو راپور کې ویلي وو چې طالبانو پر افغانستان باندې په درې کلنه واکمنۍ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي او سنګسار کړي دي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه وروستۍ وینا کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو ته یې د کوچني اختر په مناسبت کړې وه د قصاص او بدني مجازاتو په ګډون د شرعي حدودو د تطبیق څخه دفاع کړې وه او دا ډول کړنې یې د اسلامي قوانینو مطابق ګڼلې وې. هبت الله اخوندزاده ویلي و چې اسلامي قوانین به لکه څنګه چې د مسلمانانو د پیغمبرمحمد (ص) په زمانه کې تطبیق کیدل هغسې تطبیق کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې رسمي او قانوني قضايي سیستم له منځه تللی دی. ددغه سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشت کې د طالبانو مشر په افغانستان کې په بشپړ ډول د شریعت د قوانینو د پلي کولو جبري امر صادر کړ.

د بخښنې نړیوال سازمان د اګست ۱۵(زمري ۲۵) په یو راپور کې د مدني ټولنې د یو شمیر استازو له قوله افغانستان ته په عام محضر کې د فزیکي سزاګانو ستنیدلو او د هغې له ډلې دُرو وهل، اعدام، لاسونواو پښو پرې کول، سنګسار او د شکنجې د سزاګانو د نور ډولونو باندې اندیښنه ښودلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان تورونو ته ددغسې سزاګانو په ورکولو سره د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG