د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د فزیکي سزا ورکولو دوام؛ طالبانو پنځه تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي، په تېرو درېیو ورځو کې یې د دوو ښځو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان د بېلابېلو تورونو په وجه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د حکومت دغې ادارې ویلي چې دغو تورنو کسانو باندې د کابل، میدان وردګ او کندهار ولایت کې د سزا حکم تطبیق او تورن کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د محکمې د معلوماتو پر بنسټ، د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (اسد ۱۸) یوه ښځه ۳۹ دُرې ووهل شوه چې له کوره په تیښته تورنه وه.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د کابل په استالف ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو سړی د "نامشروع اړیکو" په تور محاکمه شوي او هر یو یې له ۳۲ تر ۳۹ دورو په سزا محکوم شوي دي.

د طالبانو په وینا، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالۍ کې دوه نور کسان د غلا په تور په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا واکمن شول، تر اوسه یې د دغه هېواد سلګونه اتباع د ښځو په ګډون په بېلابېلو تورونو په سپورټي لوبغالو کې د زرګونو خلکو په حضور کې د "اخلاقي جرمونو" په تور په دُرو وهلي دي. د دغې ډلې د حکومت سترې محکمې همداشان څلور تنه په عام محضر کې د قتل په تور په اعدام محکوم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تورنو کسانو فزیکي سزاګانې زیاتې شوي او تورن کسان په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې په عام محضر کې وهل شوي دي.

په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د فزیکي سزا د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو په ګډون یې د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو پر چوپتیا نیوکه کړې ده.

په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ددغه ډلې له خوا د ښځو او نجونو د زده کړو او کار له حقه د محرومولو پرېکړې له نیوکو سره مخ شوي دي. حتی د طالبانو د ډلې ځینو جګپوړو غړو هم د طالبانو له دغو اقداماتو سره مخالفت ښودلی دی.

په دې وروستیو کې د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده په عام محضر کې د شرعي حدودو د تطبیق کولو لکه قصاص او د تورونو کسانو جسمي مجازاتو دفاع وکړه او دا یې د اسلامي احکامو سره مطابق وبلل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG