د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په غزني کې دوه تنه په عام محضر کې اعدام کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددغې محکمې د پریکړې او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته یې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب درییم) د غزني ولایت د علي لالا کلي د فوټبال سټډیوم کې پر دوو تنو باندې په عام محضر کې د اعدام سزا تطبیق کړې ده.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې له خوا د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو دوو کسانو په دوه جلا پیښو کې دوه تنه په چاقوګانو باندې وژلي وو.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: " نن ورځ د غزني ولایت په مرکز کې پر دوو تنو قاتلینو باندې د الله جلاله حکم (قصاص) تطبیق کړای شو".

ددې خبرپاڼې له مخې د میدان وردک ولایت اوسیدونکي سید جمال د سید محمود زوی د امیرمحمد ولد سلطان محمد په نوم ددغه ولایت یو اوسیدونکی په چاقو سره وژلی و او د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ یو اوسیدونکي ګل خان ولد سید جمال د محمد قسیم ولد نظرالدین په نوم یو تن چې د همدې ولسوالۍ اوسیدونکی وو د چاقو په وسیله وژلی و.

د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې دغو دواړو تورنو باندې د اعدام حکم د کلاشینکوف د ماشیندارې په ډزو سره تطبیق شو.

د طالبانو د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چهارشنبې په ورځ پر دغو دوو کسانو باندې د قصاص حکم د تطبیق په اړه ویلي و چې طالبانو د حکومت د دریو محکمو د پریکړې او د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده فرمان د توشیح پر اساس پر دغو دوو تنو باندې به دا حکم د پنجشنبې په ورځ تطبیق شي.

ددغه ریاست له خوا د غزني له ښاریانو څخه غوښتل شوي و چې ددغې پریکړې د تطبیق د بهیر د نندارې لپاره دې د غزني ښار د علي لالا کلي د فوټبال اسټډیوم ته د پنجشنبې د ورځې په سهار ورشي.

‏په دې خبرپاڼه کې ویل شوي و: " له ټولو ښاریانو څخه هېله کیږي چې موبایل، کیمره او یا هر هغه برقي وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي چې ورباندي عکس یا ويډیو اخیستل کیږي".

د غزني په ولایت کې په عام محضر کې پر دوو تنو د پنجشنبې د ورځې د قصاص تطبیق په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو د سترې محکمې له خوا لومړۍ قضیه ده. طالبانو سترې محکمې ددې وړاندې هم د فراه او لغمان په ولایتونو کې په عامو محضرونو کې پر تورونو د قصاص حکمونه تطبیق کړي وو.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د خپلې لومړنۍ دورې په څیر په عام محضر کې ښځو او سړو ته د تعزیري سزاګانو ورکول پیل کړي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د اعتراضونو سره سره په عام محضر کې د قصاص د حکم د تطبیق سربیره د نورو تعزیري سازګانو تطبیق ته هم دوام ورکړی دی.

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو یوې ادارې د تیر۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو ددغه کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ ترلږه ۶۹ تنه ( ۳۵ سړي او ۱۶ ښځې) په اتو ولایتونو کې په عام محضر کې په دُرو وهلي او د بامیان په ولایت کې پر دوو تنو د سنګسار حکم هم صادر شوی دی.

ددغې ادارې د راپور پر اساس دغه شمیرنې یوازې د هغو قربانیانو دي چې په عام محضر کې په "غیر انساني ډول" ورته سزا ورکړل شوې ده.

روادارۍ ادارې ویلي چې په ډیرو برخو کې ددغسې سزاګانو تطبیقول په ځانګړي ډول تنبیهی سزاګانې شته دی چې طالبان یې علني کول نه غواړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوناما یو راپور ته په غبرګون کې ویلي و چې د افغانستان له ۹۹ څخه زیات خلک د اسلام د دين د اصولو پابند دي، چې د همدې له امله قوانین د اسلام د دین د ارشاداتو او احکامو سره سم ټاکل کیږي.

دغه وزارت ویلي و چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او اسلامي قوانینو ترمنځ د ټکر په صورت کې دولت مکلف دی، چې د اسلامي قوانینو پیروي وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG