د طالبانو د حکومت سترې محکمې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې تورنو ته د تعزیري سزاګانو د ورکولو خبر ورکړی او ویلي دي چې تازه یې اته تنه د پروان، سمنګان او پکتیکا په ولایتونو کې په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې د سه شنبې په ورځ ډسمبر۱۷(لیندۍ ۲۷) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پروان په ولایت کې یې د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د اعلامیې پر اساس دا ټول پنځه تنه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ اوسیدونکي وو چې د چاریکارو په ورزشي سټډیوم کې د سلګونو کسانو پر وړاندې پرې د تعزیري سزاګا ګانو حکم تطبیق شوی دی.
د طالبانو د سترې محکمې د حکم له مخې تورن د ۳۰ څخه تر ۳۹ پورې په دُرو وهل شوي دي.
ددې محکمې د معلوماتو له مخې د بدني سزاګانو سربیره دوو تورنو ته د دریو کلنو او دوو نورو ته د دوو کلنو د بند سزا هم ورکړل شوې ده.
همداشان د طالبانو د حکومت دغې محکمې ویلي چې د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ په ولسوالیو کې یې هم د یوې ښځې په ګډون درې کسان د کور څخه د تیښتې او نامشروع اړیکو د لرلو په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې دغو تورونو هر یو ته په عام محضر کې تر ۳۹ دُرو پورې سزا ورکړل شوې ده.
همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې د پکتیکا ولایت د جابران په ولسوالۍ کې یې یو تورن ته د غلا په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د اعتراضونو سره سره په عام محضر کې د قصاص د حکم د تطبیق سربیره د نورو تعزیري سازګانو تطبیق ته هم دوام ورکړی دی.
ملګري ملتونه دا ډول سزاګانې د ژوند کولو بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې، "ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکي" بولي خو د طالبانو ټینګار دا دی چې د افغانستان له ۹۹ څخه زیات خلک د اسلام د دين د اصولو پابند دي، چې د همدې له امله قوانین د اسلام د دین د ارشاداتو او احکامو سره سم ټاکل کیږي.
فورم \ دبحث خونه