د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د یوناما په دفتر د راکټ برید شوی دی 


د یوناما مشرې ویلي دي‌ چې په ملګرو ملتونو باندې برید د منلو نه دی
د یوناما مشرې ویلي دي‌ چې په ملګرو ملتونو باندې برید د منلو نه دی

د افغانستان د هرات په ولایت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» د ولایتي دفتر په ودانۍ برید شوی دی.

یوناما نن جمعه جولاۍ ۳۰ (زمری۸)‌په یوې اعلامیې کې وویل چې په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو شمېر نور پولیس افسران ژوبل شوي‌ دي.

د یوناما په اعلامیې کې راغلي‌ دي چې د برید هدف د یوناما د دفتر داخلي دروازه وه.

اعلامیه وايي چې برید «د حکومت ضد عناصرو» کړی دی. معمولآ په دا ډول اعلامیو کې وسله وال طالبان «حکومت ضد عناصر» بلل کیږي.

په هرات کې چې په کومه سیمه کې د یوناما دفتر دی، نن په کې د افغانستان د امنیتي‌ ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د یوناما مشرې دیبورا لاینز ویلي دي: « د ملګرو ملتونو په ضد برید د منلو نه دی او موږ یې په کلکه غندو. د وژل شوي افسر د کورنۍ سره خواخوږي ‌ښکاره کوو او ټپي شویو ته عاجله روغتیا غواړو.»

په اعلامیې کې راغلي‌دي ‌چې د راکټ په دغه برید کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی او یوناما د جکړې له دواړو اړخونو سره د برید په اړه عاجل تماسونه نیولي دي.

مېرمن لاینز ویلي دي: «د برید عاملین دې باید ونیول شوي او حساب او کتاب دې ورسره وشي.» وايي د نړیوال قانون له مخې د ملګرو ملونو په ولسي کارکوونکو باندې بریدونه منع دي او شاید «نړیوال جنګي جرایم» وګڼل شي.

یوناما د افغانستان د محافظت عامه له ادارې څخه مننه کړې چې د یوناما دفتر یې له برید څخه ژغورلی دی.

طالبانو لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي‌ ویلي.

XS
SM
MD
LG