د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: شپږو میاشتو کې ۱۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي


یوناما: د ۲۰۲۱ په شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو مرګ‌ژوبله ۴۷سلنه زیاته شوې ده
یوناما: د ۲۰۲۱ په شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو مرګ‌ژوبله ۴۷سلنه زیاته شوې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو مرګ‌ژوبله ۴۷سلنه زیاته شوې ده.

یوناما د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ د جنوري له پیل څخه د جون تر پایه پورې ۱۶۵۹ ملکیان په افغانستان کې د جګړو، هوايي بریدونو او چاودنو له امله وژل شوي او ۳۵۲۴ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د ۳۹سلنه ملکيانو د مرګ‌ژوبلې مسولیت د طالبانو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې افغان ځواکونه د ۲۳سلنه ملکيانو په مرګ‌ژوبله کې مسول دي.

یوناما دغه راز ویلي چې د دغې مرګ‌ژوبلې ۱۶سلنه عاملین د حکومت ضد نور وسله‌وال دي او ۱۱سلنه ملکیانو ته په متقابلو نښتو کې مرګ‌ژوبله اوښتې. دغې ادارې د ملکي مرګ‌ژوبلې ۹سلنه د داعش د خراسان ډلې او دوه سلنه یې د حکومت پلوه وسله‌والو ډلو ته منسوب کړي دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر وویل: "د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې ملکي تلفات د ریکارډ کچې ته رسیدلي دي. له مې وروسته چې نړیوالو نظامي ځواکونو وتل پیل کړل او د طالبانو په بریدنو سره جګړو زور واخیست، د کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله د وژل شویو او ټپي شویو افغانانو په شمیر کې یوناما چټک زیاتوالی ثبت کړ".

اغلې فریزر د جګړو له امله د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې په کچه کې د زیاتوالي په اړه اندېښنه وښودله او ویې ویل کله چې جګړه ډیر نفوس لرونکو سیمو او ښارونو ته نږدې کیږي ورسره د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو په تړاو اندېښنې هم زیاتېږي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې په وینا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ښځې او ماشومان د ملکي مرګ‌ژوبلې نږدې نیمايي برخه جوړوي: "د ځمکنیو جګړو پر مهال د دوی مرګ‌ژوبله بیخي ډیره وه، په ځانګړي ډول کله چې ډیرو په خپلو کورونو کې د پټیدو فکر کړی د هاوانونو او توپونود مرمیو له کبله وژل شوي او ټپیان شوي دي، دوی د ځمکنیو نښتو پرمهال د ملکي مرګ‌ژوبلې دوه پر درېیمه برخه جوړوي".

د حکومت او طالبانو غبرګون

د افغانستان حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې په تړاو د یوناما راپور رد کړ.

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواري د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) خبریالانو ته وویل: "موږ په خپلو ټولو عملیاتو کې لومړنی فکتور چې په پام کې نیسو د ملکیانو د مرګ‌ژوبلی مخنیوی دی".

د هغه په وینا ځواکونو د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې او د عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي لپاره په یو شمیر سیمو کې خپل یرغلیز او دفاعي عملیات په ورو مخ ته وړي دي.

د طالبانو ډلې هم د یوناما راپور "یو لوریز او له حقیقت څخه لرې" بللی دی.

د دغې ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د طالبانو جنګیالیو په هېڅ ځای کې په قصدي ډول ملکیان نه دي په نښه کړي.

یوناما همداشان ویلي چې په دې موده کې څه باندې ۲۰۰زره افغانان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې ټولې خواوې باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا زیات اقدامات ترسره کړي، د "بشري حقونو او د خلکو عزت ته درناوی وکړي" او له هغو کسانو سره چې سرغړونې کوي حساب وکړي.

XS
SM
MD
LG