د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په یوې نجلۍ د جنسي تېري ادعا؛ لسګونه زده کوونکي له پولیسو سره نښته کې ژوبل شوي


حکومت وايي د هغو کسانو لټون کوي چې په یوې نجلۍ یې د جنسي تېري ناسم راپور خپور کړی و
حکومت وايي د هغو کسانو لټون کوي چې په یوې نجلۍ یې د جنسي تېري ناسم راپور خپور کړی و

د پاکستان د لاهور په ښار کې مقامات وایي چې د یو خصوصي کالج (پوهنتون) لسګونه زده کوونکي له پولیسو سره په اخ او ډب کې ژوبل شوي، زده کوونکو له هغه وروسته مظاهره وکړه چې په کالج کې په یوې نجلۍ د جنسي تېري خبر خپور شو.

راپورونه وايي چې دا زده کوونکي په تېرو دوو ورځو کې ژوبل شوي دي.

په نجلۍ باندې د جنسي تېري د خبر له خپرېدو وروسته زده کوونکو لومړی د کالج په ودانۍ کې دننه مظاهره وکړه او بیا د ایالتي پارلمان په مخکې.

د کالج مسئولینو او د نجلۍ پلار او مور د جنسي تېري خبر رد کړی دی. په پاکستان کې له نجونو سره زور زیاتی او خشونت معمول بلل خو په ضد یې اعتراض غیر معمول بلل کېږي.

د جنسي تېري او خشونت اکثریت پېښې د نا امنۍ له کبله پټې ساتل کېږي.

د لاهور د ایالتي حکومت له لورې یوې جوړې شوې کمېټې ویلي، هغه نجلۍ چې ادعا کېږي پرې جنسي تېری شوی، ویلي دي‌ چې د اکتوبر په دویمه نېټه په خپلې خونې کې غورځېدلې او ژوبله شوې وه چې روغتون ته انتقال کړل شوه. هغه د اکتوبر تر یولسمې نیټې پورې په روغتون کې بستر وه.

دغې کمېټې ویلي دي چې دا نجلۍ د اکتوبر له درېیمې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په کالج کې غیر حاضره وه.

د لاهور د فدرال تحقیقاتي ادارې ویلي دي چې دا قضیه ارزوي او د هغو خلکو د پېژندلو هڅه کوي چې دا خبر یې په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی.

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ویلي دي چې د جنسي تېري هېڅ ډول پېښه نه ده شوې او یوه «خطرناکه» طرحه پلان شوې وه چې زده کوونکي‌ بې لارې کړي. هغې ویلي دي چې د دغه خبر د خپرېدو په تړاو یو امنیتي ساتونکی نیول شوی.

د پایدار د ټولنیزې پراختیا ادارې تېره میاشت په خپل راپور کې وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د جنسي تېریو د څه باندې ۷۰۰۰ پېښو راپورونه ورکړل شوي، چې ۹۵ فیصده یې د پنجاب په ایالتې شوې وې.

راپور وايي‌ چې ښځې د بدنامۍ له کبله په دې برخه کې مرستې نه غواړي‌ او دا احتمال هم شته چې په پاکستان کې د جنسي تېریو پېښې تر هغه زیاتې وې چې په اړه یې راپورونه ورکول کېږي.

څو اوونۍ مخکې د سند په ایالت کې د واکسین یوې کمپاین کوونکې وویل چې د دندې په مهال پرې څو نارینه وو جنسي تېری وکړ. پولیسو د دغې قضیې په تړاو درې تنه نیولي دي. خو د دغې ښځې مېړه هغه له کوره شړلې او ویلي دي چې هغې خپله کورنۍ بدنامه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG