د لاس رسي وړ اتصالات

واورو او بارانونو افغانستان، پاکستان او هند کې ۱۰۸ تنه مړه کړي


کشمیر
کشمیر

د پاکستان او هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وروستیو واورو اورېدو له امله ۶۹ تنه مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د «جنورۍ پر ۱۴مه» د یادو هیوادونو د چارواکو له قوله ویلي، چې د کشمیر په ځينو سیمو کې لا هم یو شمېر کسان تر واورو لاندې دي او په را ایستلو یې بریالي شوي نه دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر په «نیلم» دره کې څو کلي تر واورو لاندې شوي او د ځاني تلفاتو احتمال شته.

دغه چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تر دا مهاله ۵۰ تنه د ژغورونکو ډلو لخوا د هلیکوپټرو په مرسته ژغورل شوي او پاته کسانو ته هم د مرستو رسولو هڅې روانې دي.

پاکستاني چارواکو په راتلونکو ورځو کې په یادو سیمو کې د درندو واورو اورېدو خبر ورکړی او زیاتوي چې د وروستیو واورو له امله ۵۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د وروستیو واورو له امله د زیانمنو شوو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او یادو کورنیو ته یې د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي:"ما د بحران له ملي ادارې، اردو او یالاتي چارواکو څخه غوښتنه کړې ده، چې په کشمیر کې زیانمنو شوو کسانو ته لازمې مرستې ورسوي."

رویټرز خبري اژانس همدارنګه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم د سختو واورو له امله د لسو تنو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

هندي چارواکو ویلي، چې په مړو شوو کسانو کې پنځه هندي سرتېري هم شامل دي.

بلخوا افغان چارواکي هم وايي، چې د روانې مرغومې میاشتې له پیل څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان په اوو ولایتونو کې د واورو او بارانونو له امله ۳۹ تنه مړه شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزرات ویاند احمد تمیم عظیمي تېره ورځ امریکا غږ اشنا ته وویل، یاد کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په هرات، کندهار، زابل، غزني، روزګان، هلمند او فراه ولایتونو کې مړه شوي دي.

روانه میاشت په افغانستان کې د درندو واورو او اورښتونو له امله هم د سالنګونو په ګډون د کابل ـ کندهار لار هم د لنډ مهال لپاره د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، چې په افغانستان کې له یولک او ۱۶زره څخه بیا تر یولک او ۸۰زرو پوري کورنه د اورښتونو له امله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG