د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د بامیان ولایت د یکاولنګ اول په ولسوالۍ کې د سه شنبې د شپې جون ۲۵(چنګاښ پنځم) په سیلابونو کې د اوو کسانو د مړینې او ددغو سیلابونو وروسته په سیمه کې د لسو تنو نورو لادرکه کیدو خبر ورکړی دی.
د باميان ولايت لپاره د طالبانو د والي د دفتر وياند عبدالصبور سيغاني دغه تلویزیون ته ویلي، چې د دغه ولايت د يکاولنګ اول په ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله اووه تنه مړه شوي او لس نور نادرکه دي ، چې د لټون هڅې یې پیل شوي دي.
دغه سېلابونه د سې شنبې په شپه د یکاولنګ اول ولسوالۍ د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینتو کلیو کې راوتلي وو. د راپورونو له مخې د بامیان ولایت د ورس، پنجاب او کهمرد په ولسوالیو کې هم د وروستیو سیلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه رسیدلي دی.
همداشان ملي تلویزیون د بدخشان ولایت د یمګان په ولسوالۍ کې هم د تازه سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی او ویلي دي په دغه ولسوالۍ کې سیلابونو ۳۰ کورونه ویجاړ کړي او ۳۰۰ جریبه ځمکه باندې یې کرلي فصلونه هم له منځه وړي دي.
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د پنجنشبې او جمعې په ورځو په کابل، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، سمنګان، میدان وردګ، پکتیا، بامیان او لوګر ولایتونو کې د سالنګونه په ګډون د بادونو، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د ملګرو ملتونو د یوراپور له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مې په میاشتو کې د افغانستان په شاوخوا ۲۵ ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان، تخار، بدخشان، غور او هرات ولایتونوکې سیلابونو کې له ۳۰۰ څخه کسان مړه شوي او په لسګونو تور ټپیان شوي دي.
دغو سیلابونو په زرکونو کورونو د ویجاړولو او د زرګونو کورنیو د بې کوره کولو سربیره په زرګونو جریبه ځمکې باندې ولاړ فصلونه هم له منځه وړي وو.
ملګري ملتونه وايي چې په دغو سیلابونو کې سړکونو، پلونو، ښوونځیو او روغتیايي کلینکونو ته زیانونه رسیدلي دي.
ملکرو ملتونو ویلي چې په شمالي ختیځو ولایتونو کې په دغو سیلابونو کې په شمالي ولایتونو کې څلور زره او نهه کورونه، په لودیځو ولایتونو کې څلور زره او ۲۸۳ کورونه او په شمالي ولایتونو کې یو زر او ۹۸۳ کورونه یا ویجاړ شوي او یا ورته زیان رسیدلی دی.
فورم \ دبحث خونه