د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا ته د بلینکن د سفر په مهال شمالي کوریا بالاستیک توغندي وار کړي


آرشیف
آرشیف

شمالي کوریا په سیمه ایز وخت دوشنبه مارچ ۱۸ (کب ۲۸) داسې مهال د سمندر په لور بالاستیک توغندي وار کړي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د دموکراسۍ په هکله په یوې غونډې کې د ګډون لپاره جنوبي کوریا ته تللی دی.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې څو د لنډ واټن توغندي هوا ته د ۳۰۰ کیلو مټره پورته کیدو څخه وروسته چې د شمالي کوریا د پایتخت پیونګ یانګ څخه سهار وختي وار شوي وو، په سمندر کې ولګیدل.

د پوځ په اعلامیې کې د شمالي کوریا د توغندیو توغول "ښکاره پارونه" بلل شوې او دا یې هم ویلي چې د دې توغندیو د وارولو په هکله معلومات د متحده ایالاتو او جاپان سره شریکوي.

ها خوا بیا د جاپان د دفاع وزارت ویلي چې شمالي کوریا درې توغندي وار کړي چې تقریباً ۳۵۰ کیلو مټره هوا ته پورته شوي وو. د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د شمالی کوریا دا کړنه غندلې.

د دې هیواد ساحلي ګارډ ویلي داسې ښکاري چې شمالي کوریا لخوا ورا شوي توغندي به بالاستیک وي او دا چې دې ګارډ خپل پروازونه بند کړي.

ښاغلي کیشیدا د شمالي کوریا لخوا د توغندیو وارول د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونو څخه سرغړاونه او "نه منل کیدونکي" بللې دي. د جاپان مشر همدارنګه ویلي چې د توغندیو دا واریدنه د سیمې او نړیوالې ټولنې سولې او ثبات ګواښي.

شمالي کوریا پدې تیرو څو اوونیو کې یو ځل بیا د غیر اتومي وسلو تمرینات کړي چې د دې هیواد مشر کیم جونګ اون یې په شخصي توګه څاري او ننداره یې کوي.

د دې توغندیو واریدو څخه وړاندې د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو پوځ د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ لس ورځني ګډ کلني نظامي تمرینات پای ته ورسول.

شمالي کوریا دا توغندي داسې مهال وار کړي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په جنوبي کوریا کې دی چې د دیموکراسۍ په هکله د نړۍ د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن به د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر چو تای – یول سره هم وګوري.

د مشرانو دا غونډه د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن نوښت دی چې هدف یې د دیموکراسیو شاتګ مخنیوی او په نړیواله کچه د حقونو او آزادیو له منځه تګ سره مبارزه ده.

شمالي کوریا د همدې روان ۲۰۲۴ کال په پیل کې د غږ تر سرعت چټک (هایپرسونیک) یو بالستیک توغندی وازمایه چې دا اقدام د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو لپاره ګواښ ګڼل کیږي.

د جنوبي کوریا پوځي مقاماتو له دغې ازموینې وروسته وویل چې دا د پیونګ یانګ له لوري په روان کال کې د دا ډول منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي لومړنی ازمایښت دی چې په اړه یې معلومات ترلاسه شوي دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په یو لنډ خبر کې وویل چې دا توغندی جامد تیل سوځوي او د غږ له سرعت چټک کوپړۍ لیږدي.

تر دې مخکې د ډسمبر په ۲۸مه د شمالي کوریا مشر د خپل هېواد پوځ، د وسلو صنعت او اتومي سکتور ته امر وکړ چې د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا د "بې ساري اقداماتو" سره د مبارزې لپاره د جګړې چمتووالی ګړندی کړي.

د جامدو تېلو سوځونکي بالستیک دا توغندي ددې ترڅنګ چې د غږ له سرعت څخه چټک دي، په اسانۍ سره توغول کیږي او د لوړ مانور د وړتیا لرلو له کبله په دقت سره هدف په نښه کولی شي. دا ډول وسلې د اوږدې مودې راهیسې د شمالي کوریا د وسلو د ټکنالوژۍ په لیست کې شاملې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG