د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا داسې توغندی ازمایلی چې تر متحده ایالاتو رسیدلی شي


د جاپان او جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې شمالي کوریا په سیمه از وخت دوشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) لیرې واټن ویشتونکی بالاستیک توغندی ازمایلی چې ان په متحده ایالاتو کې د اهدافو ویشتلو توان لري.

سره له دې چې غربي هیوادونو د شمالي کوریا د توغندیو ازمایښتونه غندلي خو دې هیواد په روان میلادي کال کې دومره توغندي او وسلې ازمایلي چې په تاریخ کې ساری نلري.
شمالي کوریا دوه ورځې سر په سر د توغندیو ازمایښتونه کوي. تیره ورځ یې د لنډ واټن توغندی ازمایلی و.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې د پیونګ یانګ نوی توغندی ۱۰۰۰ کیلو مټره هوا ته تر پورته کیدو وروسته په ختیځې بحیرې کې چې د جاپان په بحیرې هم شهرت لري، ولوید. سره لدې چې د جنوبي کوریا پوځ د توغندي د ډول په هکله څه ندي ویلي خو د جاپان د فاع وزارت بیا ویلي چې نوی ازمایل شوی توغندی بین القاروي بالاستیک توغندی و چې په متحده ایالاتو کې واټن ویشتلی شي.

د جاپان د دفاع په وزارت کې یو چارواکي مطبوعاتو ته ویلي که د نوي توغندی وزن او په کې کارول شوې سرګلولې ته وکتل شي، ښایي تر ۱۵ زره کیلو مټره پورې واټن وویشتلی شي.
د جاپان دې چارواکي هم ویلي چې دا توغندی د متحده ایالاتو ټولې خاورې ته د رسیدو توان لري.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو ازمایښت وکړ او د هماغې نیټې راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ځله په پریکړه لیکونو کې د دې هیواد څخه د اتومي او بالاستیک توغندیو د ازمایښتونو بندولو غوښتنې کړي.

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د دوشنبې ورځې آزمایښت سولې او ثبات ته ګواښ بللی او ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیکونو څخه سرغړاوانه ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د شمالي کوریا تازه ازمایښت غندلی دی.

شمالي کوریا د روان میلادي کال راهیسې څلور ځله د بین القاروي بالاستیک توغندیو ازمایښتونه کړي. وروستی ازمایښت یې د جولای په میاشت د Hwasong-18 توغندی و چې جامد سونګ مواد پکې کارول شوي و.

دې هیواد د لومړي ځل لپاره د داسې بین القاروي توغندي آزمایښت وکړ چې جامد سونګ مواد پکې کارول شوي. د مایع موادو په پرتله د جامدو موادو کارول د شمالي کوریا لپاره د توغندي وارول او له یو ځای څخه بل ځای ته لیږدول آسانوي.

د جنوبي کوریا د پوځ د لوی درستیز ویاند ویلي هغوي پدې کار کوي چې معلومه کړي آیا د دوشنبې ورځې په ازمایل شوي توغندي کې جامع مواد کارول شوي که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG