د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جاپان سمندري ځواکونو ګډ تمرینات پیل کړي


امریکايي یو اس اس کارل وینسن بیړۍ د فیلیپین په سمندر کې د متحده ایالاتو او جاپان د سمندري ځواکونو په ګډو تمرینونو کې.
امریکايي یو اس اس کارل وینسن بیړۍ د فیلیپین په سمندر کې د متحده ایالاتو او جاپان د سمندري ځواکونو په ګډو تمرینونو کې.

د متحده ایالاتو او جاپان سمندري ځواکونو دا اونۍ د فیلیپین په سمندر کې په داسې حال کې د ځواک ښودلو په موخه ګډ تمرینات پیل کړل، چې د چین او شمالي کوریا سره کړکیچ مخ په زیاتېدو دی.

واشنګټن او توکیو په ارام سمندر کې د چین د پوځ د مخ په زیاتیدونکي فشار له امله اندیښمن دي.

چین د تایوان د خودمختاره ټاپو د ملکیت ادعا کوي او خبرداری یې ورکړی چې د اړتیا په صورت کې به د زور له استعمال څخه درېغ ونکړي. بیجینګ په دې لړ کې، د تایوان په تنګي کې د لویو پوځي تمرینونو د اجرا کولو په شمول په دغه سیمه کې خپل فشار زیات کړی دی.

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو جنرال کارلوس ساردیلو له جاپان سره ګډ تمرینونه د امریکايي ځواکونو دپاره "یو لوی تمریني فرصت" وباله، چې د دوو الوتکو وړونکو بیړیو په ګډون شاوخوا لس امریکایی کښتۍ پکې ګډون لري.

نوموړي چې د امریکايي یو اس اس کارل وینسن په بیړۍ کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "زموږ عملیات دلته د ټولو هیوادونو له خوا په سمندر کې د اوبو د حق ادعا او د قوانینو له مخې په نړیوالو اوبو کې د ازاد تګ راتګ حق منعکس کوي."

جنرال ساردیلو زیاته کړه: "زموږ پاخه روزل شوي سمندري ځواکونه ددې وړتیا لري چې په دې پیچلې حوزه کې فعالیت وکړي، او د هر ډول ګواښ په وړاندې په مهارت سره ماموریت ترسره کړي."

د راپورونو له مخې، جاپان په ممکنه بیړني حالت کې، تایوان ته څېرمه له خپلو ټاپوګانو څخه د لسګونو زرو خلکو د ایستلو پلان ګړندی کړی دی.

د جنوبي چین په سمندر کې په ځانګړې توګه د سینکاکو ټاپوګانو ته څېرمه، د جاپاني او چینایي کښتیو ترمنځ په وار وار ترینګلیتا رامنځته شوې ده.

د شمالي کوریا د کروز او بالستیک توغندیو ازموینو هم جاپاني چارواکي اندېښمن کړي دي. د نومبر په میاشت کې د شمالي کوریا یو توغندی چې پوځي سپوږمکۍ یې لېږدوله، د جاپان د اوکیناوا پر سر تیر شو.

جاپان، جنوبي کوریا او متحده ایالاتو خپلې درې اړخیزې اړیکې ژورې کړي او د درې واړو هېوادونو مشرانو د اګست په میاشت کې په کمپ ډیویډ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په کوربه توب په درې اړخیزه سرمشریزه کې برخه لرله.

توکیو او سیول له بیجینګ سره هم د اړیکو د ښه کولو په لټه کې دي. ددغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نومبر په میاشت کې موافقه وکړه چې د یو درې اړخیزې غونډې د تنظیم کولو هڅې ګړندۍ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG