د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د چین پوځي تمرینونه تایوان ته خبرداری او د کیمپ ډیویډ غونډې ته ځواب دي


د چین جنګي کښتۍ د تایوان په شاوخوا کې د نظامي تمریناتو په حال کې
د چین جنګي کښتۍ د تایوان په شاوخوا کې د نظامي تمریناتو په حال کې

چین شنبه اګست ۱۹ (زمري ۲۸) د تایوان ټاپو په شاوخوا کې یو ځل بیا نظامي تمرینات وکړل.

سره لدې چې چین ویلي دا تمرینات یې په متحده ایالاتو کې د تایوان د جمهور رئیسې د مرستیال ویلیم لي په دوه ځلي تم کیدو د غصې څرګندولو په خاطر کړي خو کارپوهان وایي دا تمرینات هغې غونډې ته هم د چین ځواب ویل دي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره د جمعې په ورځ وکړله.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره په ملاقات کې د اقتصادي او نظامي همکارۍ په پراخوالي موافقه وکړله.

دا درې اړخیزه غونډه چې د مریلینډ ایالت په کیمپ ډیویډ کې وشوه، درې واړو مشرانو پکې د جنوبي چین په سمندرګي کې د چین "خطرناک او تیري کوونکي" چلند په سختو ټکو وغانده.

د متحده ایالاتو حکومت د جاپان د صدراعظم فومیو کیشیدا او د جنوبي کوریا د جمهور رئیس یون سوک ییول سره دا غونډه پدې هدف ترتیب کړې وه چې له یوې خوا د چین د مخ په زیاتیدونکي قدرت په وړاندې یووالي څرګند کړي او له بلې خوا د شمالي کوریا لخوا ګواښونو ته ځواب وویل شي.

درې واړو هیوادونو د ملاقات څخه وروسته په ګډې اعلامیې کې ژمنه کړې چې په بحراني حالت کې به په سمدستي توګه د یو بل سره سلا مشورې کوي او د سیمې ستونزو، پارونو او ګواښونو ته ځواب ویلو لپاره به چارې همغږې کوي چې د ټولو ګټې زیانمنوي.

ددې درې واړو هیوادونو مشرانو همدرانګه موافقه وکړله چې دا ډول درې اړخیزې غونډې به هر کال کوي؛ درې واړه هیوادونه به هر کال ګډ نظامي تمرینات کوي او د شمالي کوریا د توغندیو واریدو په هکله به په سمدستي توګه د یو بل سره معلومات شریکوي.

د تایوان په پوهنتون کې د چین نظامي کارپوه لین ینګ یو امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د چین حکومت دا نظامي تمرینات نه یوازې تایوان ته د خبرداري ورکولو په خاطر کړي بلکې دا تمرینات جاپان، جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ته هم خبرداری ورکول دي.

د تایوان د جمهور رئیسې مرستیال ښاغلی لي د خپل اوه ورځني سفر څخه وروسته چې پراګوای ته یې درلود ، یو ځل د نیویارک او بل ځل د سانفرانسیسکو په ښارونو کې تم شو.

د دې تم کیدو په ځواب کې چین په ښاغلي لي تور ولګاوه چې د متحده ایالاتو سره د دسیسې په جوړولو کې لاس لري. د تایوان دې جګپوړي چارواکي پدې لنډ سفر کې یو امریکایي ټلویزیون سره مرکه درلوده او هم یې په پراګوای کې د امریکایي چارواکو سره کتلي دي.

د شنبې ورځې په نظامي تمریناتو کې د خلق آزادۍ پوځ ختیځې قوماندانۍ برخه اخیستې او دا یې د تایوان خپلواکۍ بیلتون غوښتونکو او بهرنیو ځواکونو ته "جدي خبرداری" بللی.

د پخوانیو نظامي تمریناتو په پرتله د شنبې ورځې تمرینات واړه و.

د تایوان د دفاع وزارت د چین دا نظامي تمرینات غندلي او هغه یې "بې موجبه او د پارونې کړنه" بللي دي. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ډول تمرینات د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات سره مرسته نکوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا تمرینات ښیي چین څومره په نظامي لحاظ "بې صبره" دی او دا هم پکې ویل شوي چې تایوان به دې نظامي تمریناتو ته د ځواب ویلو لپاره خپل مناسب شمیر سرتیري واستوي.

چین د تایوان ټاپو خپله برخه بولي او له دې خپلواک ټاپو سره د امریکا د هر ډول اړیکو مخالفت کوي.

په تیرو څو میاشتو کې تایوان ته د لوړپوړو امریکايي چارواکو سفرونو د چین سخت غبرګون وپاروه او تایوان ته څېرمه په سمندر کې یې په پراخو پوځي تمرینونو لاس پورې کړ.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحدو ایالاتو له لوري د "واحد چین" پالیسي نه ده بدله شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG