د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان له امریکا ۴۰۰ د اوږده واټن توغندي پیري


د جاپان د دفاع وزیر مینورو کیهارا (ښۍ) او په جاپان کې د متحده ایالاتو سفیر رام ایمانویل په توکیو کې د دفاع په وزارت کې، د جاپان له خوا له متحده ایالاتو څخه د تاماهاک اوږده واټن توغندیو د پیرودلو تړون تبادله کړ.
د جاپان د دفاع وزیر مینورو کیهارا (ښۍ) او په جاپان کې د متحده ایالاتو سفیر رام ایمانویل په توکیو کې د دفاع په وزارت کې، د جاپان له خوا له متحده ایالاتو څخه د تاماهاک اوږده واټن توغندیو د پیرودلو تړون تبادله کړ.

جاپان د سیمه ایزو امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د خپل نظامي ظرفیت د لوړولو په خاطر، د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) له خپل متحد، امریکا متحده ایالتونو څخه د ۴۰۰ اوږد واټن تاماهاک توغندیو د پیرودلو تړون لاسلیک کړ.

د چین د مخ په زیاتیدونکي پوځي ځواک او اټومي وسلو لرونکي شمالي کوریا سره مخامخ، د جاپان حکومت پلان لري چې خپل دفاعي لګښتونه تر ۲۰۲۷ پورې دوه چنده زیات او د ناټو د ناخالص کورني تولید د دوه سلنې معیار سره برابر کړي.

واشنګټن د نومبر په میاشت کې پر جاپان باندې د ۲.۳۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د دوه ډوله تاماهاک توغندیو پلورل تائید کړل. دا توغندي ۱۶۰۰ کیلومتره لیرې واټن ولري.

یو دفاعي چارواکي د پنجشنبې په ورځ په توکیو کې د تړون له لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل: "د دې لاسلیک پایله د تاماهاک توغندیو تدارکات پیلوي... د [دفاعي] بودیجې د سم پلي کولو له لارې، موږ به په پراخه کچه خپل دفاعي ظرفیت پیاوړی کړو."

جاپان د راتلونکي مالي کال لپاره چې په اپریل له پیلیري، د ریکارډ په سطحه، ۵۶ میلیارد ډالره ستره دفاعي بودیجه تصویب کړې ده.

جاپان د جګړې وروسته سوله ایز اساسي قانون لري، کوم چې خپل پوځ په ښکاره ډول یوازې تر دفاعي اقداماتو پورې محدودوي.

خو تیر کال د کلیدي امنیتي او دفاعي پالیسیو له تازه کولو وروسته، توکیو په ښکاره ډول د چین له خوا راپورته شوې ننګونې په ګوته کړې.

په جاپان کې د متحده ایالاتو سفیر رام ایمانویل د جاپان د نوي دفاعي بودیجې ستاینه کړې ده.

هغه د پنجشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، "لکه څنګه چې تیري کوونکي ورځ تر بلې پیاوړي کیږي، جاپان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې د دفاعي لګښتونو په لوړولو سره د سولې او سوکالۍ ساتنه کوي."

تیره میاشت توکیو د وسلو پر صادراتو خپل محدودیتونه نرم کړل ترڅو وکولی شي په جاپان کې جوړ شوي پیټریوټ توغندي پر متحده ایالاتو وپلوري، کوم چې اوکراین ته د وسلو سیسټمونو له لیږلو وروسته د خپلو زیرمو د ډکولو په لټه کې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG