شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵مه) وویل چې په بریالیتوب سره یې د غږ تر سرعت چټک (هایپرسونیک) یو بالستیک توغندی ازمایلی دی، چې دا اقدام د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو لپاره ګواښ ګڼل کیږي.
د جنوبي کوریا پوځي مقاماتو له دغې ازموینې وروسته وویل چې دا د پیونګ یانګ له لوري په روان کال کې د دا ډول منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي لومړنی ازمایښت دی چې په اړه یې معلومات ترلاسه شوي دي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس په یو لنډ خبر کې وویل چې دا توغندی جامد تیل سوځوي او د غږ له سرعت چټک کوپړۍ لیږدي.
دغه خبری اژانس دا هم ویلي چې د نوی بالستیک توغندی ازمویل یې "هیڅکله د کوم ګاونډي هیواد امنیت ته زیان نه رسوي او د سیمې له حالاتو سره هیڅ تړاو نه لري."
دا بالستیک توغندی څو ورځې وروسته له هغه ازمایل شوی چې پیونګ یانګ له جنوبي کوریا سره خپلې سمندري پولې ته نږدې د توغندیو د مستقیمې توغونې تمرینونه پیل کړل، چې له کبله یې سیول په متقابلو تمرینونو لاس پورې کړ او خپل ځینې سرحدي ټاپوګان یې تخلیه کړل.
د دغه توغندي ازموينه په داسې حال کې شوې چې د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ اون د روانې اونۍ په پيل کې جنوبي کوريا خپل "اصلي دښمن" ګڼلی و او خبرداری يې ورکړی و چې د جنوبي کوريا له ويجاړولو به ډډه ونه کړي.
تر دې مخکې د ډسمبر په ۲۸مه د شمالي کوریا مشر د خپل هېواد پوځ، د وسلو صنعت او اتومي سکتور ته امر وکړ چې د شمالي کوریا په وړاندې د امریکا د "بې ساري اقداماتو" سره د مبارزې لپاره د جګړې چمتووالی ګړندی کړي.
د جامدو تېلو سوځونکي بالستیک دا توغندي ددې ترڅنګ چې د غږ له سرعت څخه چټک دي، په اسانۍ سره توغول کیږي او د لوړ مانور د وړتیا لرلو له کبله په دقت سره هدف په نښه کولی شي. دا ډول وسلې د اوږدې مودې راهیسې د شمالي کوریا د وسلو د ټکنالوژۍ په لیست کې شاملې دي.
د توغندیو دا وروستی ازمایښت د پیونګ یانګ له خوا د ترسره شويو د وسلو ازموینو د لړۍ برخه ده. د وسلو دغه ازموينه په داسې حال کې کېږي چې سيول او واشنګټن په تېرو دوو کلونو کې له شمالي کوريا سره د کړکېچ د زياتېدو له امله خپلې دفاعي همکارۍ پياوړې کړې دي.
له ۲۰۲۲ راهیسې، شمالي کوریا له سلو زیات بالستیک توغندي ازمویلي دي.
فورم \ دبحث خونه