د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه ډسمبر ۲۷ (مرغومي اوومه) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو په پالیسیو او کړنو ژوره اندیښنه څرګنده کړې چې بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته د افغان میرمنو او نجونو لاسرسی محدودوي.
د امنیت شورا غړیو په اعلامیې کې ټینګار شوی چې د افغانستان آیندې او اودږمهال پرمختګ لپاره افغان میرمنو او نجونو ته باید د "بشپړ، برابر، معنی لرونکي او خوندي" سهم ورکولو ډاډ ورکړل شي.
په اعلامیې کې همدارنګه د طالبانو څخه غوښتل شوي چې په خصوصي او دولتي طبي انسټیټیوټونو کې د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم د تازه بندیز تر څنګ دې په "چټکه توګه" د میرمنو او نجونو په هکله خپلې پالیسۍ بدلې کړي.
د امنیت شورا غړیو ویلي چې پدې برخې کې مثبت پرمختګ به د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د باور پیدا کیدو سبب شي.
د طالبانو حکومت د روانې ډسمبر میاشتې په پیل کې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیزولګاوه . په دغو انستیتیوتونو کې به نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.
تر دې وړاندې د متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې استازو هم په ګډې اعلامیې کې په طبي انسټیټیټونو کې د افغان میرمنو او نجونو په زده کړو باندې د طالبانو په بندیز جدي اندیښنه ښودل شوې.
په اعلامیې کې پدې هم ټینګار شوی چې افغانستان باید وکړی شي په نړیواله کچه خپل مسؤلیتونه پر ځای کاندي.
د ځانګړو استازو په ګډې اعلامیې کې همدارنګه یادونه شوې چې په افغانستان کې د اوږدمهالي ثبات لپاره باید "اعتباري او ټول شموله ملي خبرې اترې وشي" تر څو د داسې اساسي قانون او سیاسي نظم پیدا کیدو سبب شي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي، سیاسي مشران یې حساب ورکوونکي وي او د افغانستان دولت خپل نړیوال مسؤلیتونه پر ځای کړی شي.
د نجونو او میرمنو حقونو په هکله د اندیښنې تر څنګ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو همدارنګه د افغانستان اوسني اقتصادي او بشري وضعیت په هکله ژوره اندیښنه څرګنده کړې. په اعلامیې کې په افغانستان کې د بانکي او مالي سیسټمونو برحاله کولو په اړتیا ټینګار شوی.
د امنیت شورا غړیو د افغانستان خودمختارۍ، خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي سره د ټینګې ژمنې کولو سربیره د دې هیواد د بشري، اقتصادي، ټولنیزو، پرمختګ، امنیت او ترهګرۍ په ګډون د ستونزو حل کولو په اړتیا هم ټینګار کړی.
فورم \ دبحث خونه