د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په مذهبي شخړو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي


په پاکستان کې چارواکي وایي شنبه اکټوبر ۱۲ ( تلې ۲۱مه) د خیبر پښتونخوا د کرمې په ولسوالۍ کې په مذهبي شخړو کې د میرمنو په ګډون ۱۴ تنه وژل شویدي.

عیني شاهدانو او سیمه ایزو پولیسو ویلي چې پیښه د شنبې په سهار هغه وخت وشوه چې وسله والو د مساپرو موټر په مرمیو سوري سوري کړل.

پولیسو ویلي چې وژل شوي کسان شعیه ګان او برید کوونکي سنیان وو. د کرمې پولیسو د کمشنر مرستیال ویلی چې په ډزو کې اته تنه ټپي شوي هم دي چې د ځینو وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی.

تر پیښې وروسته په سیمې کې د دواړو مذهبي ډلو تر منځ شخړې شوي او د ولسوالۍ مسؤلینو د وضعیت ارامولو لپاره سیمې ته اضافي پولیس او ملیشه ځواکونه استولي دي.

همدارنګه د سیمې قومي مشرانو ددواړو ډلو تر منځ روغه کړې.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون دا پیښه غندلې ده او د ایالتي چارواکو څخه یې غوښتي چې سرحدي ولسوالۍ کې د امنیت او سولې لپاره عاجل اقدامات وکړي.

دې ادارې ویلي چې په کرمې ولسوالۍ کې د ګڼ شمیر پوځیانو او پولیسو ځای پر ځای کیدو سربیره، هلته وضعیت دومره خراب شوی چې د سیمې خلک په دوامداره توګه په ډار کې ژوند کوي. پدې سیمې کې د پخوا راهیسې د شعیه ګانو او سنیانو تر منځ شخړې کیږي.

سیمه ایز چارواکي وایي چې دواړه مذهبي ډلې په سیمې کې د ځمکې پر سر شخړه لري او یوازې په همدې تیرې دریو میاشتو کې د دواړو خواوو تر منځ پکې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شویدي.

په کرمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG