د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستاني کې په مذهبي شخړو کې ۱۵ تنه وژل شوي - مقامات


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په پاکستان کې چارواکي وايي چې د دوو قومونو، شیعه او سني، ترمنځ د ځمکې په سر وسله واله شخړه بیا پیل شوې چې له امله یې نږدې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

شخړه له څو ورځو راهېسې د کرم په ولسوالۍ کې روانه ده. په دغې جګړې کې د درندو وسلو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

د خیبرپښتونخوا په کرم کې ځمکې په سر د دغو دواړو ډلو ترمنځ شخړه مخکې هم شوې وه او بیا تازه شوې ده.

په سیمه کې یو پاکستاني چارواکي فرانس پرس ته ویلي دي: "په دغې شخړې کې، چې د ځمکې په سر پیل شوې، دوه ډلې شیعه او سني، په کې دخېلې دي. شخړه وروسته په مذهبي تاوتریخوالي اوښتې ده. "

دغه مقام ویلي دي چې د شنبې له ورځې راهېسې ۱۵ تنه وژل شوی. رسنۍ وايي چې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي. دغو دواړو خواو د جولاۍ په میاشتې کې هم جګړه وکړه چې په کې د چارواکو په وینا ۳۵ تنه ووژل شول.

یوې قومي جرګې بیا د شخړې ختمېدو پرېکړه وکړه او مقاماتو بیا هڅه وکړه چې د دواړو خواو ترمنځ نوی اوربند وشي. په پاکستاني شخصي او قومي تربګنۍ عامې دي. په دغه هېواد کې، چې اکثریت یې سنیان دي، شیعه اقلیت ادعا کوي چې د قومي او مذهبي تعصب قربانیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG