د لاس رسي وړ اتصالات

پریګوژین: واګنر د نويو جنګیالیو د ګمارلو پلان نلري


د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوژین په یوه غږیز پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ، د جولای ۳۱ (زمري ۹مه) خپور شو، ویلي چې دغه ډله اوس مهال د نویو جنګیالیو د ګمارلو پلان نلري، خو ښايي په راتلونکي کې دا کار وکړي.

د پریګوژین او په هغه پورې اړوند د واګنر د ملیشو برخلیک، د جون د میاشتې په وروستیو کې د روسیې د پوځي مشرتابه پر وړاندې د دې ډلې له وسله وال پاڅون راهیسې، ناڅرګند دی.

کرملین تر دې وړاندې ویلي وو چې د واګنر ډلې مشر او د هغه پوری اړوند ملیشې چې د اوکراین د جګړې په ځینو سختو جګړو کې ښکیل وو، بیلاروس ته به ولاړ شي.

خو پریګوژین د خپل وسله وال پاڅون څخه چې د بیلاروس د ولسمشر په منځګړیتوب پای ته ورسید، پنځه ورځې وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل او همدا راز تیره اوونۍ یې د روسیې په سنټ پټرزبرګ ښار کې د افریقايي هېوادونو په سر مشریزه کې له یو شمېر افریقايي مشرانو سره د لیدونو او کتونو انځور خپور شو. په دغه سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر پوتین هم وینا وکړه.‌

په واګنر‌ ډلې پوری اړوند د ټیلیګرام چینل د دوشنبې په ورځ، د پریګوژین غږ ته ورته یو غږ خپور کړ، چې په هغه کې یې ویلي وو:"نن به موږ خپلې راتلونکې مسوولیتونه وټاکو چې موخه به یې لا پسې روښانه شي. بېله شکه، دا هغه مسوولیتونه دي چې د روسیې د عظمت او لویوالي په نوم ترسره کیږي. "

د واګنر ملیشو د جون د میاشتې له وسله وال پاڅون وروسته، د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د واګنر هغه ملیشې چې په یاد پاڅون کې یې برخه نه وه اخیستې، پوځ سره به یوځای شي او د دفاع وزارت سره به یو تړون لاسلیک کړي. خو پریګوژین دې مسلې ته په اشارې سره وویل چې له بده مرغه، د هغه ځینې ملیشې له نورو جوړښتونو سره یوځای شوي، خو ددې سره سره، بیرته واګنر ګروپ ته د ستنیدو په لټه کې دي.

نوموړي زیاته کړه: "تر هغه چې موږ د جنګیالیو له کمښت سره مخ نه شو، موږ د نوي ګمارلو لپاره هیڅ پلان نه لرو، خو په ورته وخت کې که چیرې تاسو له موږ سره په اړیکه کې اوسئ، نو موږ به مو منندوی یوو. همدا راز که چیرې مورنۍ خاورې یوه نوې ډلې چې زموږ د هیواد ګټې خوندي کړي اړتیا لرله، موږ به خامخا ورته جنګیالي‌ وګمارو. "

په روسیه کې د واګنر ګروپ له پاڅون راهیسې، د دغه ډلې ځینې جنګیالي د روسیې پوځي متحد،بیلاروس ته تللي او د هغه هیواد پوځیانو ته روزنه ورکوي. د بیلاروس د دفاع وزارت د جولای په وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د واګنر جنګیالي د پولنډ سره د هیواد پولې ته څو کیلومتره په یوه پوځي اډه کې د دغه هېواد د ځانګړي ځواکونو روزنه پیل کړې.

د روسیې څخه بیلاروس ته د واګنر ګروپ ملیشو استول د هغې موافقې یوه برخه وه چې له مخې یې د مسکو پر ضد د دې ډلې د مشر یوګیني پریګوژین وسله وال پاڅون پای ته ورسیده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG