د لاس رسي وړ اتصالات

قطر: د اسرائیل او حماس ترمنځ د نوي اوربند لپاره هڅې روانې دي


د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني
د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني

د قطر صدراعظم نن د ډسمبر په لسمه (لیندۍ ۱۹) وویل چې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو له دوام سره سره، چې د اوربند فرصت محدودوي، په غزه کې د نوي اوربند لپاره هڅې دوام لري.

د دوحې په غونډه کې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وویل چې قطر او نور ملګري به یې په دې برخه کې منځګړیتوب کوي او له دې هڅو څخه به لاس وانخلي.

قطر په هغو خبرو اترو کې یو له مهمو منځګړو څخه دی چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ یې اووه ورځني اوربند ته لاره برابره کړه. په دغه اوربند کې یو شمېر اسرائیلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیان تبادله شول او غزې ته د بشري مرستو د لېږد فرصت هم برابر شو.

الثاني زیاته کړه: "موږ به دوام ورکړو، موږ د یرغمل شویو خوشې کولو او په ورته وخت کې د جګړې درولو لپاره ژمن یو." خو هغه زياته کړه، چې اسرائیل او حماس په دې برخه کې ورته لېوالتيا نه لري او ويې ويل، چې د اسرائیل له خوا پر غزې د بمباريو دوام به په دې برخه کې فرصتونه محدودوي.

دمخه تر دې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم په دې غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د «جیو ستراتیژی د ویش» یا په سیمه کې د سیاست تر اغېز لاندې تګلارې له امله فلج شوې او دغه پرمختګ د جګړې د حل لارې د کمزوري کېدو سبب شوی دی.

ګوتېرش دوه ورځې وروسته له هغه چې متحده ایالاتو په غزه کې د اوربند مسوده ویټو کړه، وویل چې هغه په غزه کې د "بشري اوربند" لپاره خپله غوښتنه تکراروي.

د دوحې په غونډه کښې د فلسطین د ادارې صدراعظم محمد اشتیه، د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا د اوربند د مسودې د ویټو کولو له امله په غزې باندې د بریدونو د دوام مسولیت په امریکا واچوه.

همداشان د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي پر اسرائیل تور ولګاوه چې سیمه د هغه په وینا د "مرګ او بربادۍ سمندر" لور ته بیایي.

د دوحې غونډه د یکشنبې په ورځ د قطر په کوربه توب د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې وشوه. په دې غونډه کې د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو چارواکو ګډون نه درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG