د لاس رسي وړ اتصالات

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د یو شمېر عربي هیوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا متحدو ایالتونو ته په سفر کې د غزې په تړانګې کې د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې له واشنګټن څخه وغوښتل چې د بشردوستانه اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک ملاتړ وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان چې د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په استازیتوب یې خبرې کولې وویل: "زموږ پیغام دا دی او موږ په دې باور یوو؛ چې د جګړې سمدستي پای ته رسول اړین دي."

تمه وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ، ډسمبر اتمه(‌لیندۍ ۱۷مه) هغه پریکړه لیک ته رایه ورکړي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په جګړې کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

خو بلخوا واشنګټن ویلي دي چې دا مهال د غزې د جګړې په اړه د امنیت شورا د اقداماتو ملاتړ نه کوي.

بن فرحان چې د عرب او اسلامي هېوادونو د وزیرانو کمیټې څخه د کتنې په موخه واشنګټن دي سي ته راغلی و، وویل چې هغه خواشینی دی چې د وینو تویولو مخنیوي "د نړیوالې ټولنې لپاره لومړیتوب نه ښکاري."

په ورته وخت کې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري وویل: "د حل لاره اوربند دی" خو د نوموړي اردني سیال ایمن صفادي ویلي چې، د جګړې پای ته رسیدل تر‌ټولو لومړیتوب دی.

شکري زیاته کړه: "که د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه پریکړه لیک په تصویبولو کې پاتې راشي چې یوازې د بشردوستانه ځند یا وقفې غوښتنه کوي، نو دا به اسرائیل ته اجازه ورکړي‌ چې په غزه کې د ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکړي."

ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی چې د مصر، اردن، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او فلسطیني خپلواکې ادارې له چارواکو څخه جوړ شوې، د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره وګوري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل: "زه په بشپړه توګه هیله من یم چې په متحده ایالاتو کې زموږ ملګري به ډیر څه وکړي ... بیله شکه موږ پدې باور لرو چې دوی ډیر څه کولی شي."

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پداسې حال کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي چې په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، پر اسرائیل باندې د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته، د اسرائیل په ځوابیه او غچ اخیستونکې هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۱۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، چې د مقاماتو په خبره ۱۲۰۰ اسرائيلیان یې ووژل او ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل کړل. یو شمېر یرغمل شوي، د اوه ورځني اوربند په ترڅ کې خوشې شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG