د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د غزې په دوهم ستر ښار کې خلکو ته د وتلو امر کړی


فلسطینیان د خان یونس په روغتون کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې د خپلو خپلوانو په مړینه ویر کوي.
فلسطینیان د خان یونس په روغتون کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې د خپلو خپلوانو په مړینه ویر کوي.

اسرائیل د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د غزې تړانګې د دوهم لوی ښار خان یونس د ځینو سیمو له اوسېدونکو په داسې حال کې وغوښتل چې دا سیمه پرېږدي چې اسرائیلي ځواکونو د حماس د وسله والو پر ضد هوايي بریدونو او ځمکنۍ جګړې ته زور ورکړی دی.

د اسرائیل پوځ د خان یونس په شمال ختیځه څنډه کې خلکو ته ویلي چې د خپل خوندیتوب لپاره د تړانګې جنوبي سیمو ته ولاړ شي.

خان یونس د غزې په جنوب کې دی چې د حماس په خلاف د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو د پیل راهیسې ډیری ملکي خلک له وړاندې له خپلو کورونو ترې وتلي دي.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې ټپي شوي فلسطینیان د دیر البلاح روغتون ته وړل شوي.
د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې ټپي شوي فلسطینیان د دیر البلاح روغتون ته وړل شوي.

بل خوا، د ملګرو ملتونو ادارو په غزه کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ملکي وګړو د خوندیتوب غږ یې کړی دی. چارواکي وايي چې په غزه کې د برېښنا او انټرنېټ د پرې کېدو له وجې معلوماتو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن شوی دی.

په یوه خبرپاڼه کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سپورلیاریک په حواله ویلي: "دا د منلو وړ نه ده چې په غزه کې د ملکي خلکو لپاره خوندي ځای نشته، او د اوسنۍ پوځي محاصرې په وړاندې دا وخت هیڅ ډول بشري غبرګون ممکن نه دی."

جرمني هم د دوشنبې په ورځ وویل چې له اسرائیل تمه لري چې نه یوازې خلکو ته د غزې له خطرناکو سیمو څخه د وتلو په اړه خبر ورکړي، بلکې دا هم ډاډمن کړي چې خلک کولای شي "په بل ځای کې خوندي پناه ومومي."

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د غزې ۸۰ سلنه نفوس له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او ډیری یې له ګڼې ګوڼې په ډکو پناه ځایونو کې میشت شوي دي.

سربیره پر دې چې اسرائیلي سرتیرو په هغو سیمو کې عملیات پراخ کړي چیرې چې ملکي خلک دمخه د سرپناه په لټه کې وو، تازه اندېښنه ښودل شوې چې د غزې په جنوب کې د جګړې پراخېدل به له مصر څخه غزې ته د بشري مرستو پر جریان ناوړه اغیزه وکړي.

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې د غزې په شمال کې د ښوونځیو دننه د اورپکو د عملیاتو د ځایونو ویجاړولو په ګډون د شپې په اوږدو کې یې د حماس پر ۲۰۰ اهدافو بریدونه کړي دي.

اسرائیل پر حماس تور لګوي چې وسله وال یې په روغتونونو او نورو ملکي سیمو کې پټ دي، ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کاروي او هغوی هڅوي چې د اسرائیل خبرداریو ته پام ونه کړي چې له هوايي بریدونو مخکې له سیمې ووځي. حماس دا تورونه رد کړي دي.

اسرائیل په روانو عملیاتو کې د خپل دریو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوه یې د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال کې او بل یې په مرکزي غزه کې په جګړو کې وژل شوي دي.

د جمعې په سهار د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې اونۍ اوربند له پای ته رسېدو راهیسې د لږ تر لږه ۳۰۰ فلسطینیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې، د اکتوبر د اوومې راهیسې په تړانګه کې د اسرائیل د عملیاتو په ترڅ کې د مړو شمیره له ۱۵۲۰۰ تنو اوښتی او تر ۴۰ زره ډیر نور ټپیان شوي دي. چارواکو ادعا کړې چې د قربانیاو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. خو دغه شمېرې د خپلواک سرچینو له خوا تائید شوي او یاد رد شوي نه دي.

د اوربند له پای ته رسېدو وروسته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې د قطر په پایتخت دوحه کې یې خپل مذاکره کوونکي ټیم ته لارښوونه کړې چې بېرته اسرائیل ته ستون شي.

اسرائیلي ځواکونو په غزه کې وروسته له هغه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله وال له غزې اسرائیل ته ننوتل، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG