د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک د اسرائیل او یهودانو د سیمو د امنیت لپاره ځواکونه استوي


د ډنمارک امنیتي ځواکونه
د ډنمارک امنیتي ځواکونه

په ډنمارک کې چارواکي وايي چې په منځني ختيځ کې د روانې جګړې له کبله د یهودانو او اسرائیل په اړه د «کرکې او نفرت» زیاتېدو ته په کتو به د یهودانو او اسرائیلي ځایونو د ساتلو لپاره، امنیتي ځواکونه واستوي.

د ډنمارک د دفاع وزیر پیتر هاملګراد نن یکشنبه ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۲) وویل چې «په منځني ختیځ کې جګړې له کبله د یهودانو په اړه ضدیت او نا امني» د نه منلو تر کچې زیاته شوې او هېواد یې داسې یو وضعیت کې دي چې ورته متوجه «ترهګریز ګواښ جدي» دی.

دغه وزارت ویلي دي چې روان وضعیت ته په کتو به د ډنمارک امنیتي ځواکونه مرکز کوپنهاګن ته واستول شي چې د اسرئیل د سفارت او د یهودانو د کنیساو په ګډون د ځایونو د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي. وزارت همدغه راز وايي چې د ځواکونو استول به د دسمبر په شپږمه نېټه پیل شي.

د اوتریکسپولیتیسکا په نوم د خپلواکو مطالعاتو د انستیتیوت د معلوماتو په اساس، په ډنمارک کې د ۶۰۰۰ او ۸۰۰۰ ترمنځ یهودان ژوند کوي.

د ډنمارک چارواکو په دې اړه د فرانس پرس اژانس پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې، چې ایا د مسلمانانو د جوماتونو او نورو ځایونو د امنیت لپاره به هم تدابیر ونیول شي که نه.

تېره میاشت د ډنمارک پارلمان د قران سوځولو د مخنیوي په اړه په وړاندې شویو لایحو باندې بحثونه پیل کړل.

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او حماس ۲۴۰ تنه یرغمل کړي دي.

د اسرائل په ځوابي بریدونو کې، په غزه کې د مقاماتو په وینا، ۱۵۲۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې سرچېنې دا ارقام تائید کړي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG