د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: غزه کې تراوسه ۱۵ یرغمل وژل شوي


په جګړه کې د وژل شوي یو اسرائیلي سرتیري پر مړینه د هغه کورنۍ او دوستان ویر کوي.
په جګړه کې د وژل شوي یو اسرائیلي سرتیري پر مړینه د هغه کورنۍ او دوستان ویر کوي.

د اسرائيل د صدراعظم دفتر د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) وويل، د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس له بريدونو راهیسې په غزه کې د حماس په قید کې یې د ۱۵ یرغمل کسانو مړینه ثبت کړې ده.

د غزې په تړانګه کې د یرغمل شویو دریو نورو کسانو د مړینې له تائید کېدلو سره، چارواکو ویلي چې د دغو ۱۵ وژل شویو یرغمل کسانو جسدونه له حماس سره پاتې دي.

د مړو شویو یرغمل کسانو په خپاره شوي نوملړ کې ۱۱ ملکي وګړي او څلور سرتېري ښودل شوي چې یو یې لوړپوړی افسر دی. خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د اکتوبر په اوومه د حماس وسله وال د غزې د پوځي پولې له لارې اسرائیل ته ننوتل، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په ځواب کې اسرائیل پر غزې بمباري او ځمکني عملیات پیل کړل چې د حماس د چارواکو په وینا، تراوسه له ۱۵۵۰۰ څخه زیات خلک وژل شوي او ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د دواړو خواوو تر منځ د اوو ورځو اوربند په ترڅ کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسېد، ۸۰ اسرائیلي یرغمل د درې چنده فلسطیني بندیانو د ازادېدو په بدل کې خوشې شول. په جلا ډول، ۲۴ تایلندي یرغمل هم خوشې شوي دي.

پنځه یرغمل کسان د اوربند له پیل دمخه خوشې شوي و.

د اکټوبر د اوومې نېټې د بريد په ځواب کې اسرائيل د حماس د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ وویل چې په غزه کې تراوسه ۱۳۷ تنه یرغمل پاتې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG