د لاس رسي وړ اتصالات

هریس: له جګړې وروسته باید غزه او لوېدیځه غاړه د فلسطیني ادارې تر واک لاندې وي


د ولسمشر جو بایډن مرستیال کاملا هاریس
د ولسمشر جو بایډن مرستیال کاملا هاریس

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د ډسمبر په دوهمه (لیندۍ ۱۱) د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو وروسته پراخ امریکايي اهداف په ګوته کړل او ټینګار یې وکړ چې په غزه او لویدیځه غاړه کې باید د فلسطین خلک بالاخره د یوې واکمنې ادارې لاندې سره یو ځای شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له میرمن هاریس وغوښتل چې د اسرائیل-حماس په جګړې باندې د هغه د تمرکز په خاطر د هغه پر ځای په دوبۍ کې د اقلیم د بدلون په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

سپینې ماڼۍ په یو بیان کې ویلي چې د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هاریس د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په خبرو کې وویل چې: "امریکا به په هیڅ صورت کې له غزې یا لوېدیځې غاړې څخه د فلسطینیانو د جبري ایستلو، د غزې د محاصرې او یا د غزې د سرحدونو د بیا ټاکنې اجازه ورنه کړي."

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر د مرستیالې له قوله ویلي چې حماس نشي کولای غزه کنټرول کړي.

فلسطیني اداره چې لویدیځ یې ملاتړ کوي د اشغال شوې لویدیځې غاړې ځنې برخې اداره کوي. حماس په ۲۰۰۷ کال کې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس په مشرۍ د فتح ګوند څخه په یوه خپلمنځي شخړه کې د غزې کنټرول تر لاسه کړ او له هغه وخت راهیسې پر غزه واکمن دی.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي وو چې غزه او لوېدیځه غاړه باید په پای کې د یوې نوې فلسطیني ادارې د واکمنۍ لاندې یوځای شي.

بایډن په یوه مقاله کې چې د نومبر په ۱۸ (لړم ۲۷) په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوه، لیکلي: "په داسې حال کې چې موږ د سولې لپاره هڅه کوو، غزه او لویدیځه غاړه باید د یو واحد حاکم جوړښت لاندې وي، په نهایت کې د یوې نوې فلسطیني خودمختاره ادارې لاندې متحد شي. موږ ټول د دوو دولتونو [اسرائیل-فلسطین] حل لپاره هلې ځلې کوو."

له بلې خوا په داسې حال کې چې په سیمه ایز وخت یکشنبه ډسمبر ۳ (لیندۍ۱۲) په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې یوه بله ورځ پیل شوه، د متحده ایالاتو حکومت جګپوړو چارواکو له اسرائیل څخه د ملکي فلسطینیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه کړې.

د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کاملا هریس او د دفاع وزیر لیوډ آسټن ویلي چې اسرائیل د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر د برید کولو حق لري خو د ملکي فلسطینیانو په هکله د دوي تازه څرګندونې په اسرائیل د فشار راوړلو معنی لري.

میرمن هریس د متحدو عربو اماراتو د دوبۍ ښار کې د اقلیم په هکله غونډې کې وویل، " ډیر شمیر بې ګناه فلسطینيان وژل شوي. په ښکاره توګه د ملکیانو زیانمنیدو کچه او هغه عکسونه او ویډیوګانې چې د غزې څخه راځي، ټکان ورکوونکي دي".

د میرمن هریس تر څنګ د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن شنبه ډسمبر دویمه د کالیفورنیا ایالت یوې دفاعي غونډې کې وویل چې د اسرائیل سره د متحده ایالاتو د ملاتړ په اړه "بحث نه شي کېدای" خو دا یې هم وویل چې په شخصي توګه یې اسرائیل ته خبرداری ورکړی که د ملکیانو خوندیتوب لپاره اقدامات ونکړي، ددې خطر شته چې هغوي به سخت دریځۍ ته مخه کړي.

ښاغلي آسټن د کلفورنیا په ایالت کې د ریګن ملي دفاع په فورم کې وویل، "په دا شان جګړې کې ملکیان ډیر مهم وي او که تاسو هغوي د دښمن په لور ورټیل وهئ، تاسو تاکتیکي بری په ستراتیژیکې ماتې بدلوئ".

د دفاع وزیر له اسرائیل څخه دا هم وغوښتل چې په غزې تړانګې کې ملکیانو ته د بشري مرستو رسولو چارې دې لا اسانه کړي او یو ځل بیا یې د منځني ختیځ د شخړې حل لپاره د متحده ایالاتو دوه بیلو دولتونو جوړیدو په پالیسي ټینګار وکړ.

د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي د حماس – اسرائیل تر منځ د شپږ ورځني اوربند پای ته رسیدو راهیسې پدې تړانګې کې لږ تر لږه دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي.

دې وزارت ویلي چې د اکټوبر ۷ مې نیټې راهیسې چې د حماس وسله والو په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، ۱۲ سوه کسان یې ووژل او په ځواب کې اسرائیلي ځواکونو په غزې بمباري پیل کړله، د جمعې ورځې تر سهاره پدې بمباریو کې ۱۵۲۰۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي.

په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي چې په غزې کې به جګړه تر هغه وخته ادامه ولري چې " خپل اهداف مو نه وي تر لاسه کړي".

نتینیاهو وویل چې د ځمکنیو عملیاتو پرته ددې اهدافو تر لاسه کول امکان نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG