د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتنو قامي جرګه د وسله والو او پوځیانو د وتلو او پر ډیورنډ کرښه د ازاد تګ راتګ په پریکړو پای ته ورسیده


د پښتنو د «قامي عدالت» جرګه د جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر د للمې په سیمه کې پیل شوې وه چې د پښتنو د ۶۰ سیمو څخه په کې لسګونه زره قومي مشرانو او پښتنو ګډون کړی وو.
د پښتنو د «قامي عدالت» جرګه د جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر د للمې په سیمه کې پیل شوې وه چې د پښتنو د ۶۰ سیمو څخه په کې لسګونه زره قومي مشرانو او پښتنو ګډون کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د ریګي للمه سیمه کې د پښتنو د قومونو لویې جرګې د دریو ورځو غونډو په پای کې د یکشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۳( تلې ۲۲) په یو پریکړه لیک کې د پښتنو له سیمو څخه د پاکستان د پوځ او وسله والو ډلو د وتلو غوښتنه کړې ده.

د پښتنو د «قامي عدالت» جرګه د جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر د للمې په سیمه کې پیل شوې وه چې د پښتنو د ۶۰ سیمو څخه په کې لسګونه زره قومي مشرانو او پښتنو ګډون کړی وو.

د پي ټي ام د مشر منظور پښتين له خوا ددغې جرګې د پرېکړو اعلان پرمهال د خیبر پښتونخوا اعلی وزیرعلي امین ګنډاپورهم د نورو پښتنو مشرانو سره په سټېج ولاړ وو.

ښاغلي پښتین د جرګې د پرېکړو اعلانولو پرمهال وویل: "پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بېل نومونو د داعش نه تر طالب پورې یادېږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې ټایم دې ورسره چې زمونږ د خاورې نه دې وځي."

‎منظور پښتين وويل، که په دې دوو مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې څخه او د دغې وطن څخه مونږ هر دغسې قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي.

‎هغه وویل چې د هرې ولسوالۍ څخه به ۳۰۰۰ بې وسلې کسانو يو لښکرچې مجموعي شمیر به یې له دوه سوو زرو کسانو څخه زیات وي هم جوړوي. ددغې جرګې یوه بله پریکړه دا ده چې په ډېورنډ کرښه باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت دروازې، لارې دي، د ۱۸۹۳ څخه تر ۲۰۱۰ پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو بغېر پاسپورټ او ويزې، بیرته عملي کیږي.

د دغې جرګې پریکړې د شپې ناوخته اعلان شوې او تر اوسه د جرګې پرېکړو ته د پاکستان حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د ۲۰۲۳ کال د نومبر له میاشتې راهیسې د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط ایښی او ویلي دي چې د دواو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ لپاره د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د پاسپورټ او ویزې له مخې ترسره کیږي.

همداشان د جرګې په پریکړه لیک کې په خیبر پښتونخوا کې د لانجمن قانون، “اېکشن اېن اېډ اف سېول فاور” د ختمولو غوښتنه کړې. د دغه قاون له مخې پوځ ته د کوم مشکوک کس د نیولو او تر نا معلومې مودې په بند کې د ساتلو اختیارورکړل شوی دی. زیاتره قانون پوهان دغه قانون “تور قانون” بولي.

د جرګې د پریکړو د اعلان دمخه منظور پښتین ددې جرګې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې د ډیورنډ کرښه چې افغانستان او پاکستان يې سره بیل کړي نه مني، خو د جرګې د پریکړه لیک د اعلان پر مهال ددې مسلې یادونه ونشوه.

همداشان منظور پښتين وویل، جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي، د هغو د حل کولو د پاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولوولسوالیو ته ځي په ځانګړي ډول به کورمې ولسوالۍ ته ځي او هلته او په نورو ټولو ولسوالیو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي.

دغې جرګې په بدیو کې د ښځو د ورکولو د رواج ختمولو پرېکړه هم کړې او پر پي ټي اېم یې د پاکستان د حکومت د بندیز د لیرې کولوغوښتنه کړې ده. دغې جرګې د هغو پروژو تړلو خبره هم کړې چې که د جرګې استازې ډلې یې د پښتنو په ګټه نه ګڼي او ویلي دي چې په جرګه کې د ګډونوالو خلاف د کوم ممکنه ګام اخستلو پر خلاف به جرګه هم ودرېږي.

همداشان جرګې د پاکستان د حکومت له خوا د د بندو شویو پیژاند پاڼود بیرته ازادولو غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی چې که دا کار ونه شو نو دا نور پښتانه به هم د پاکستان پیژند پاڼې بېرته ورکوي او په بدل کې دې حکومت، د ښاغلي پښتین په وینا، د دوی اعلان ته انتظار وکړي.

ښاغلي پښتین ووېل چې جرګې دا فیصله هم کړې چې په یونیفرم یا پرته د یونیفرم کې یو تن که د کوم پښتنون څخه پیسې غواړي نو ټول قام به د دغه ډول کړنو يعني په زور د چا نه د پیسو اخستلو، پر وړاندې ودرېږي.

د جرګې په پرېکړو کې په پاکستان کې د چین د پانګونې او نه هم په سیمه ایز سیاست کې د امریکا د رول لوبولو یا نه لوبولو غوښتنه نه ده شوې.

د پښتنو د «قامي عدالت» په نوم جرګې د جمعې په ورځ د اکتوبر ۱۱ ( تلې ۲۰) د خیبر د للمې په سیمه کې خپلې غونډې پیل کړې وې چې د پښتنو د ۶۰ سیمو څخه په کې لسګونه زره قومي مشرانو او پښتنو ګډون کړی وو.

د پاکستان حکومت د پي ټي اېم په نوښت ددغې جرګې د جوړولو څخه وړاندې د اکتوبر شپږم ( تلې۱۵) د پي ټي اېم په غورځنګ بندیز لګولی وو او ددې غورځنګ فعالیتونه یې غېر قانوني اعلان کړي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه غورځنګ "د دولت ضد څرګندونو او ګډوډۍ په پارولو" کې دخېل دی.

که څه هم پاکستان حکومت د پي ټي اېم په نوښت ددغې جرګې جوړولو ته اجازه ورکړې وه، خو د جرګې د جوړیدو پر مهال د تېرو څو ورځو راهیسې، د جرګې د ځای شاو خوا سیمو کې انټرنټ یا بند شوی وو او یا هم ډېر ضعیف وو.

د تېرې سه شنبې په ورځ اکتوبر اول (تلې لسم) په خیبر کې پولیسو د جرګې میدان ته په ورغلو کسانو ډزې هم کړې وې.

پي ټي اېم وايي پولیسو په ډزو د دغه غورځنګ څلور فعالان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. د بشري حقونو سازمانو د پي ټي اېم پر خلاف د پاکستان د حکومت دا ډول اقدامات غندلي دي.

د جرګې له پریکړو د کرزي ملاتړ

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په خیبر کې د پښتنو د قومي جرګې پر بریالي ډول په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او په سیمه کې د ستونزو د هوارولو لپاره نیک او اغیزمن ګام بللی دی.

د پخواني جمهور رئیس له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي کرزي ددې جرګې له پریکړه لیک هم ملاتړ څرګند کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې ددې قومي جرګې له پرېکړه لیکه خپل کلک ملاټړ اعلانوي او په ځانګړي ډول د جرګې له هغه ږغ څخه چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره وشو ستاینه او قدرداني کوي .

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " پخوانی جمهور رئیس جرګه یو ارزښتناک تاریخي دود بولي او د ستونزو د حل لپاره یې موثره طریقه گڼي. د خیبر په جرګه کې د ښځو د پراخ ګډون او د تعلیم پر ارزښت د ټولو تاکید دا څرګندوي چې په سېمه کې میشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکي دي".

حامد کرزی د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د ددې جرګې د جوړولو لپاره د منظور پښتین دهلو ځلوچې هغه نه ستړیدونکي هلې ځلې بللي او په جرګه کې د مشرانو او اولسونو له ګډون څخه هم مننه کړې ده.

ددې راپور په ترتیبولو کې د امریکا غږ ډیوه راډیو د راپور څخه هم ګټه اخیستل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG