د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت د اوربند نوي شرط ته کورني او بهرني غبرګونونه


د افغان حکومت په شرطونو کې مهم شرط دا دی چې طالبان باید تر خبرو مخکې یوه میاشت اوربند وکړي
د افغان حکومت په شرطونو کې مهم شرط دا دی چې طالبان باید تر خبرو مخکې یوه میاشت اوربند وکړي

د سولې مذاکراتو پیلیدو لپاره د افغان حکومت لخوا د یوې میاشتې اوربند وړاندیز په دننه افغانستان او بهر کې له غبرګون سره مخ شوی دی.

یو شمیر پخواني طالب چارواکي وايي لومړی باید اوربند ته زمینه برابره شي او بیا پرې خبرې وشي.

په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي د سولې لپاره باید یو پلان جوړ شي چې ګام په ګام اوربند ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی ضعیف وايي "په اوس وخت کې چې طالبان حاضر نه دي افغان حکومت په رسمیت وپیژني، د اوربند شرایط ایښودل عملي ګام نه دی ".

د طالبانو یو بل پخوانی چارواکی قلم الدین وايي اوربند او هر څه نه مخکې مذاکرات ډیر مهم دي.

ښاغلی قلم الدین وايي "اوربند دیالوګ غواړي، مذاکرات غواړي، دلایل غواړي چې هغه آماده شي چې هغه د دوو متخاصمو ډلو لخوا آماده کیږي او ترڅو پورې چې مذاکرات و نه شي، دې لپاره چمتووالی نشي نیول کیدی".

په دې هکله په واشنګټن کې هم یو شمیر چارواکو غبرګون ښودلی دی.

د بروکنګز څیړنیز مرکز غړي مایکل اوهانلن امریکا غږ ته وویل د یوې میاشتې اوربند وړاندیز او د حقاني شبکې له بنده د دوو پروفیسرانو خوشې کول، دواړه ښه کارونه دي چې وشي، خو د مذاکراتو د بیا پیلیدو لپاره دې شرطونه نه ټاکل کیږي.

ښاغلی مایکل وايي "دا به د طالبانو ښیګڼه وي چې دغه پروفیسران پرته له شرطه ژر راخوشې کړي، خو که ریښتیا ووایم فکر نه کوم چې د دوی خوشې کول د مذاکراتو بیا پیلیدو لپاره د یوه رسمي شرط په توګه وي، د یوې میاشتې اوربند او د پروفیسرانو خوشې کول دواړه ښه کارونه دي، خو طالبانو سره د خبرو پیلیدو لپاره عملي نه دي او دا باید شرط و نه اوسي ".

خو افغان حکومت ویلي چې د مذاکراتو پیلیدو څخه مخکې د دوی وړاندیز د یوې میاشتې اوربند دی.

افغان حکومت دا هم ویلي چې طالبان یو لاس نه دي او د ملا ذاکر په شمول ځیني یې له داعش جنګیالیو سره یو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG